په کابل کې یو شمېر هټیوال او واړه کاروباريان په بازار کې د زړو بانک نوټونو زياتوالي له امله شکایتونه کوي او له خلکو او سرپرست حکومت غواړي چې د بانک نوټونو ساتنې ته جدي پام وکړي.
عبدالصبور له تېرو پنځو کالو راهیسې د کابل په یوې څنډې کې سوپ، چېپس او برګر خرڅوي. نوموړی وایي، ډېر ځله له خپلو مشتریانو سره د زړو بانک نوټونو له امله چنې وهي.
د کابل اوسېدونکی عبدالصبور وايي: « دلته ماته شکېدلې، چټلې، وینځل شوې او نمبر بدلې پيسې راوړي. موږ حیران یو، که له یوه مشتري یې واخلو، بل یې له موږ نه اخلي او که یې وا نه خلو، دوی جنجال کوي چې دا یې له بانک اخیستې دي.»
ځينې داسې هټیوال هم شته چې ډېر ځله یې د زړو بانک نوټونو له کبله له خپلو مشتریانو سره لانجې او ان شخړه کړې.
عزیز یو له دغو کسانو دی؛ نوموړی وایي، کله ناکله خلک داسې بانک نوټونه هم ورکوي چې د يوې او بلې څنډې شمېره يې يوه نه وي او يا هم شلېدلي وي.
هټیوال عزیز په دې اړه وايي: « همدا پرون یوه کس داسې پیسې راوړې چې څنډې یې پرې وې، ما ترې نه اخیستې، بیا یې غالمغال وکړ او ویل یې دا د همدې وطن پیسې دي، ما ترې وا نه خیستې او سړی رانه خفه لاړ. که زه یې واخلم بیا یې بل څوک له ما نه اخلي.»
د افغانستان بانک د خلکو د دې غوښتنې په اړه تازه څه نه وايي، خو تېره اوونۍ يې اعلان کړی و چې تېر کال له شپږو زونونو د ۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت زاړه بانک نوټونه راټول شوي او د پيسو له جریانه ایستل شوي دي.
د افغانستان بانک لومړی مرستیال صدیقالله خالد وايي: « په ۱۴۴۶ هجري قمري کال کې د افغانستان بانک له ۶ زونونو نږدې ۵ میلیارده مندرېس بانک نوټونه راټول کړل او له ګردښت یې وایستل.»
هماغه وخت د افغانستان بانک دا هم ویلي و چې له مرکزي(کابل)، سوېل ختیځ(پکتيا) او ختیځ(ننګرهار) زونونو څخه راټول کړای شوې یو میلیارد، ۹ میلیونه او ۸۶۷ زره افغانیو په ارزښت مندرېس شوي بانک نوټونه یې سوځولي دي.
د افغانستان بانک د مالوماتو له مخې، په يادو سوځول شویو بانک نوټونو کې د یوې، دوو، پنځو، لسو، شلو، پنځوسو، سلو او یوه اندازه د پنځوسوو او زرو افغانيو نوټونه شامل وو.
خو د افغانيو بانک نوټونه ولې ژر زړېږي؟
په افغانستان کې د بانک نوټونو د ژر زړېدو بنسټیز لاملونه په بازار کې په فزيکي توګه د پیسو لاس په لاس کېدل دي.
د ورکړې د برېښنايي سیسټمونو او اعتباري کارتونو نه ترويج او یا پرې باور نه کول، د پیسو په شمېرلو کې ناسم چلن او بې پروايي او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پیسو ساتل هم د بانک نوټونو د زړښت عمده لاملونه دي.
د کابل په کارته نو کې د اجمل په نوم يو سوپ پلورونکی وايي، پېرودونکي یې ډېر وخت په سرېښو لړلي- قات شوې، څيرې شوي نوټونه ور وړي چې له ورایه ډېرې زړې ښکاري، خو وايي کاروبار یې داسې دی چې باید تحمل یې کړي.
د کابل اوسېدونکی اجمل وايي: « ډېر خلک ماته زړې پیسې راوړي چې که یې واخلم هم نه کېږي او که یې نه اخلم هم نه کېږي. د خلکو اقتصاد کمزوری دی او پیسې هم سمې نه ساتي. خلک بهرنۍ پیسې په بټوه کې ساتي خو خپلې بیا همداسې جېب کې اچوي. ځینې کسان یې په لمدو او چټلو لاسونو اخلي او جېب ته یې اچوي»
د اقتصادي چارو شنونکي بیا له خلکو او حکومتي ادارو غواړي چې د افغانيو بانک نوټونو ساتنې ته جدي پام وکړي.
دوی وایي، خلک باید د پیسو په ساتلو او د افغانستان بانک د باکیفیته بانک نوټونو له چاپولو سره بايد د بانکنوټونو اوږد ژوند تضمین کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « پولي واحدونه د یوه هېواد هویت دی او د هویت په ساتلو کې هر وګړی مسوولیت لري، ترڅو په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي. د افغانیو د ژر خرابوالي د مخنیوي لپاره حاکم نظام، عام وګړي او هرڅوک باید د ساتنې په تړاو خپل مسوولیت اداء کړي.»
له دې سره، وړم کال د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د پیسو ښې ساتنې ته د توجه اړولو په موخه په ټولنیزو رسنیو یو کمپاین هم پیل کړ او له خلکو په کې غوښتل شوې وه چې خپلې پیسې په بټوه کې خوندي کړي.
افغانستان ته د نویو بانک نوټونو له رسېدو سره هم دغه بانک څو ځلې له هېوادوالو غوښتي چې د بانک نوټونو د ښې ساتنې برخه کې خپله ملي دنده ادا کړي.