Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/14

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ د ټرانزیټي واټن را لنډولو هڅې پیل کړې. د اسلامي امارت مشرانو د پرله پسې هڅو په پایله کې ازبېکستان د چین او افغانستان ترمنځ د رېل ګاډي د نوې پټلۍ غځولو کار پیل کړی دی.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د رېل ګاډي دغه نوې پټلۍ د چین د کاشغر ښار او ازبېکستان د اندیجان ولایت ترمنځ غځول کېږي.

د دوی په خبره، د یادې پټلۍ له غځېدو سره به نه یوازې د افغانستان ټرانزیټي اهمیت لوړ شي بلکې د افغانستان او چین ترمنځ به شاوخوا دوه زره کیلومټره واټن را لنډ او د توکو د انتقال لګښتونه به هم تر۴۰ سلنې پورې راټیټ شي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید وايي: « د چین له کاشغر څخه د اندیجان تر قوش سیمې پورې د اوسپنې پټلۍ خط باندې کار پيل شوی او تر راتلونکو دوه یا درېیو کالو کې به بشپړ شي. له دې سره به د افغانستان او چین ترمنځ نوی نښلونکی مسیر رامنځته شي. دا مسیر به د اوسني مسیر په پرتله ۲۰۰۰ کیلومټره لنډ وي او په دې سره د توکو په بیو کې ۴۰ سلنه کمښت راشي.»

په ورته مهال، اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د رېل ګاډي د دې پټلۍ غځولو چارو په بشپړېدو سره به، افغانستان د سیمې هېوادونو په ټرانزیټي څلورلارې بدل شي.

د دوی په باور، د اقتصادي نښلولو دغه ستره پروژه به وکولی شي د کورنیو تولیداتو لپاره د نوي بازارونو دروازې پرانیزي او د صادراتو کچه به هم لوړه شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: « هرڅومره چې موږ نږدې بدیلې لارې ډېرې ولرو، کولی شو د وخت او لګښتونو سپما وکړو. که موږ په دې بریالي شو چې له نږدې لارو څخه له چین سره وصل شو، دا به د افغانستان په ګټه وي.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « اوس چې پاکستان سره زموږ تجارت بند او ټرانزیټ هم صفر شوی، د دې بدیلې لارې جوړېدل به افغانستان ته ډېرې اقتصادي ګټې ولري.»

بله خوا، د بلخ  خصوصي سکټور سرچینې وايي، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ پراخېدو په موخه، د حیرتان بندر د ۲۴ ساعته فعالیت لپاره یې له ازبېکستاني چارواکو سره هوکړه کړې.

د دوی په خبره، د حیرتان بندر له شپه او ورځ  فعالیت سره به د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د راکړه ورکړې کچه له څه باندې ۱۰۰ واګونونو څخه تر ۱۰۰۰ واګونونو پورې لوړه شي.

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید په دې اړه وايي: « له دې وړاندې په حیرتان بندر کې د واګونونو د تخلیې کچه د هرې ورځې لپاره ۱۰۰ واګونه وه او په کې یوازې د مازدیګر تر پنځو بجو فعالیت کېده، خو اوس به دلته فعالیت ۲۴ ساعته وي او ورسره به د واګونونو د تخلیې او بارګیرۍ کچه د هرې ورځې په کچه ۱۰۰۰ واګونو ته ورسېږي.»

افغان سوداګر اقتصادي وده کې د ازبېکستان وروستي اقدامات یو مهم پرمختګ بولي او په خبره یې، یاد هېواد کولی شي افغانستان د نړیوالو سوداګریزو دهلېزونو په مرکز بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې همدې روانه اوونۍ کې د افغان او ازبېک چارواکو له خوا بېلابېلو برخو کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړې لاسلیک شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist