Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

اقتصادي معاونیت: بین الوزارتي کمیټې تر اوسه د ۳۵ میلیارده افغانیو پانګونه جذب کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/05/06

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونت وايي، چې بین الوزارتي کمیټې د خپلو فعالیتونو له پیله تراوسه د ټول هېواد په کچه له ۳۵ میلیارد افغانیو څخه زیاته پانګه‌ونه جذب کړې ده.

 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، چې دې کمیټې د خپل فعالیت په موده کې په بیلابیلو برخو کې او په تیره بیا د زیربناو، د برېښنا د بنسټونو، د هستوګنې او سوداګریزو ودانیو د جوړښتونو، کرنې، ټرانسپورټ او معلوماتي ټکنالوژۍ برخې په هر اړخیزه توګه څیړلي دي.

 

ښاغلی فطرت وايي، چې ددغو پانګه ونو جذب په زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.  

 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په دې اړه وایي: «دغه طرحې په بېلابېلو ولایتونو کې تطبیق کېږي، چې ټولټال ارزښت یې ۳۵ میلیارده افغانیو ته رسېږي. د دغو طرحو په تطبیق سره په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونه هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شوي او دغه راز د کورنیو ساختماني توکو بازار ورسره غوړېدلی. کورني او بهرني پانګه‌وال کولی شي په افغانستان کې د پانګه‌ونې له موجوده فرصتونو استفاده وکړي او خپلې طرحې د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بین الوزارتي کمیټې ته وړاندې کړي.» 

 

د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت لخوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې یاده کمیټه د دغه معاونیت په چوکاټ کې فعالیت کوي، چې اساسي موخه یی د پانګه‌ونې جذب دی.

دا کمیټه د کورنیو او بهرنیو پانګه‌ونو د جذب لپاره امکانات برابروي، د پانګه‌والو او اړونده ادارو ترمنځ همغږي رامنځته کوي او په هېواد کې د اقتصادي ودې د ښه کولو لپاره فعالیت کوي.

 

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې مسوولین وايي، چې دا پانګه‌ونې د انرژۍ، په تېره بیا د لمر د انرژۍ، د اوبو د بندونو، چک ډیمونو، کوچنیو بندونو، د هستوګنی او سوداګریزو ودانیو، ټرانسپورټي زیربناو، هوايي پلونو او د ریل ګاډي پټلیو غځولو اړوند پروژو په برخو کې، چې د اسلام قلعه او اقینه بندرونو څخه افغانستان کې دننه غځیږي، شوي دي.

د مسوولینو په خبره، د کرنیزو محصولاتو لپاره د سړو خونو جوړول، د قوشتیپی پروژه او همدا راز د تازه میوو صادراتود پانګه‌ونې د جذب امکانات برابر کړي او افغانستان پر ځان بسیا کیدو لور ته بیايي.

 

د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د عامه اړیکو مسوول او ویاند وايي، جان اقا نوید وایي: «د افغانستان سوداګرنۍ خونې له نظره په کومو برخو کې چې پانګه‌ونه شوې او کېږي په افتصادي برخه کې مهمې اغېزې لري؛ ځکه سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې. دا پانګه‌ونې د لمرېزې برېښنا، چک ډېمونو، کانونو ایستنې او ساختماني برخو کې شوې دي.» 

 

یو شمیر اقتصادي شنونکي بیا په هېواد کې د بهرنیو پانګه‌ونو د جذب لپاره د حکومت رول مهم بولي او د دې چارې لپاره د مالیاتو د معافیت په برخه کې د تخفیف په څېر ځانګړو پکیجونو ورکړه مهمه ګڼي.

 

د اقتصادي چارو شنونکی، نورالله عزیز وایي: « په اوسنیو شرایطو کې په ټولو سکټورونو کې پانګه‌ونه مهمه ده که هغه د زراعت سکټور دی، که د صنعت سکټور دی، که د مخابراتو سکټور دی، که د خدماتو سکټور دی او یا هم د کانونو کیندنې او یا د انرژۍ تولید سکټور دی. مهمه ده چې اوسنی نظام وکولی شي په مختلفو برخو کې مختلف امکانات او اسانتېاوې رامنځته کړي. دا اسانتیاوې که د مالیاتو کمول وي، که د سهولتونو رامنځته کول او یا هم د پیسو لېږد پر وړاندې د بانکي ستونزو له منځته وړل وي.»

                         

یو شمیر نور اقتصادي شنونکي بیا د اسلامي امارت اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسي، د میلیاردونو افغانیو په ارزښت د پانګه‌ونې جذب کې موثره بولي.      

                                

د اقتصادي چارو شنونکی، زلمی افغانیار په دې تړاو داسې نظر لري: «په تېرو څلورو کلونو کې افغان حکومت د خپلې په څو برخو کې حکتولي کړې مهمه ده چې په هېواد کې په میلیاردونو افغانۍ پانګونه کېږي او دا به ډېره ګټوره وي.

        

د شنونکو په وینا د انرژۍ، کرنې او ټکنالوژۍ په برخو کې د لسګونو میلیارډو افغانیو د پانګه ونې جذب دا ښيي، چط پر اقتصادي ودې او د کاري فرصتونو رامنځته کول په ټول جدیت سره تعقیبیږي.

خپور یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې
اقتصاد

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي
اقتصاد

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول
اقتصاد

له دلتا انټرنېشنل شرکت سره د نفتو او ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شول

سپتمبر 9, 2026
بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ
اقتصاد

بلخ کې د دېګونو جوړولو یوې بلې کارخونې فعالیت پيل کړ

سپتمبر 3, 2026
د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
اقتصاد

د افغانستان او داغستان خصوصي سکټور څلور سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

سپتمبر 3, 2026
د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې
اقتصاد

د پاکستان لومړي وزیر د افغان ټرانس پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې

سپتمبر 2, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist