په کابل کې د څښاک پاکو اوبو ته د لاس رسي په برخه کې د خلکو ستونزې ورځ تر بلې پراخېږي.
غلام حضرت د کابل ښار په سمنېټ خانې سيمه کې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې اوسیږي.
نوموړی وایي، پخوا یې په سیمه کې تر ځمکې یوه لوېشت لاندې هم اوبه لرلې، خو اوس په ۱۰۰ مترۍ کې هم د اوبو درک نه شته.
دی د سرپرست حکومت له چارواکو غواړي چې د کابل ښار د اوبو امنيت په تړاو جدي ګامونه پورته کړي.
د کابل اوسېدونکی غلام حضرت وايي: « پخوا مخزن هم و او کورونو ته نلونه غځېدلي وو. کله چې اوبه ښکته لاړې، نلونه هم بند شول او دا سبب شول چې خلک په خپلو کورونو کې څاه ګانې وکېندي. دا اوس اوبه له ۱۰۰ تر ۱۵۰ مترو ښکته تللې دي.»
دلته نور خلک بیا وایي، د دې سیمې اوسېدونکي کله ناکله اړکېږي چې د څښاک پاکو اوبو په لټه د خپلو کورونو د انګړ په منځ کې د یوې څاه پر ځای دوې او ان درې څاه ګانې هم وباسي.
د کابل اوسېدونکی عبدالغني ساپی وايي: « د اوبو ستونزه دومره ژوره ده چې زموږ ۱۱۷ متره څاه وچه شو. اوس مې برمه راوستې ترڅو ۱۵۰ متره څاه ووهم. دلته ټول خلک د اوبو له ستونزو سره مخ دي، هېڅوک اوبه نه لري.»
له دې سره هممهاله، د اوبو برخې کارپوهان هم وایي، که د کابل ښار د اوبو امنيت په تړاو جدي ګامونه پورته نه شي، ښایي ډېر ژر منفي پایلې ولري.
دوی دغه راز په کابل کې د بې ځایه او زیاتو څاه ګانو د کېندلو په تړاو هم اندېښمن دي او وایي، زیاتې او بې ځایه څاه ګانې کېندل هم کولی شي د کابل ښار اوبه لا له جدي خطر سره مخ کړي.
د اوبو برخې متخصص نجیبالله سدید وايي: « اوس کابل ښار په عمومي توګه پراختیا مومي، نوي بلاکونه جوړېږي او نفوس ورځ تر بلې ډېرېږي. د دې مانا دا ده چې تر ځمکې لاندې اوبو باندې فشار نور هم زیاتېږي، نوي څاه ګانې کېندل کېږي او ان تر ۲۰۰ مترو پورې کېندل کېږي. دغه کار سبب کېږي چې تر ځمکې لاندې اوبو د وچېدو پروسه چټکه شي.»
کابل کې په تېرو لسو کلونو کې د چټکې ښاري پراختیا، د اقلیم بدلون، پرله پسې وچکالۍ، د اوبو مصرف کې بې احتیاطي او بې درېغه د ژورو څاه ګانو کېندل هغه عوامل دي چې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه یې ۳۰ متره ښکته کړې ده.
د اوبو د برخې کارپوهان وايي، که د اوبو زېرمه کولو لپاره لوی او واړه بندونه جوړ شي، تر ډېره حده به د خلکو د اوبو ستونزه پرې هواره شي.
د اوبو برخې متخصص حمیدالله یلاني وايي: « له بده مرغه ستونزه تر هغې ډېره ژوره ده چې خلک ورته اشاره کوي. که چېرې د تولیدي، کرنیزو او صنعتي څاه ګانو مخه ونه نیول شي او په کابل کې ترځمکې لاندې اوبو ایستل ادامه ولري، مطمئن اوسئ چې ناورین به ډېر چټک او ډېر ژور را ورسېږي او بیا به یې مدیریت خورا ستونزمن وي.»
کابو میاشت وړاندې ګارډین ورځپاڼې د مرسي کورپس موسسې د موندنو پر اساس راپور ورکړ چې کابل به نړۍ کې لومړی عصري ښار وي چې تر۲۰۳۰ کاله پورې به په کې په بشپړه توګه اوبه ختمې شي.
په راپور کې راغلي و چې د کابل له نیمو زیاتې څاه ګانې چې د اوبو مهمې سرچینې دي، اوس وچې شوې دي.
که څه هم د سرپرست حکومت چارواکو د کابل اوبو ستونزې په تړاو تازه څه نه دي ویلي، خو وړاندې د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د کابل د اوبو د کمښت ستونزې د حل په موخه دغه ښار ته د پنجشېر له سیند څخه د اوبو لېږدولو پروژې طرحه بشپړه شوې او بودیجه هم ورته ځانګړې شوې ده.