له شاوخوا څلور کلن ځنډ وروسته روسیه لومړی هېواد شو چې د تدریجي اړیکو له رغونې وروسته د افغانستان سرپرست حکومت پر رسمیت پېژني او په یو ډول د اوسني حکومت د سیاسي انزوا د پای پر لور ګام پورته کوي.
دغه هېواد د اوسني حکومت د واکمنۍ له لومړۍ ورځې په افغانستان کې خپل ډېپلوماټیک ماموریت فعال ساتلی و او پر دې سربېره یې په تېره اپرېل میاشت کې د ممنوغه ډلو په نوملړ کې پر اسلامي امارت بنديزونه وځنډول او اوس یې د رسمیت پېژندلو ستر ګام هم پورته کړ.
د دې ستر ګام تر شا که څه هم ښايي ډېر نور لاملونه پراته وي، خو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګری استازی یې له ترهګرۍ او نشه يي توکو او په ځانګړي ډول د دې پدیدې له قاچاق سره روانه مبارزه، لوی لاملونه ګڼي.
ضمیر کابلوف په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، روسیې له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د اسلامي امارت روانې مبارزې ته په کتو او له افغانستان سره خپلې اقتصادي همکارۍ ته د مشروعیت ورکولو په موخه دغه ګام پورته کړی.
کابلوف په دې اړه ویلي: « د دې ګام د پورته کولو لپاره موږ څو مهم دلیلونه لرل. تر ټولو لومړی دا چې افغانستان له دې کبله ځکه ډېر مهم دی چې ترهګرۍ ترې پورته کېده او دویم د نشهيي توکو د قاچاق ګواښ دی. له همدې کبله، له کله چې وپوهېدو اوسنی رژیم له یادو دوو ستونزو سره مبارزه روانه کړې، موږ دا اړینه وګڼله چې له سرپرست حکومت سره نږدې ملګرتیا ته دوام ورکړو. د دې ترڅنګ، موږ له افغان چارواکو سره د اقتصادي همکارۍ رامنځته کېدل پیل کړل او د یادې همکارۍ د مشروعیت او بشپړېدو په موخه مو اړینه وبلله چې هلته اوسنی حکومت پر رسمیت وپېژنو.»
له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره مبارزه هغه دوه لاملونه دي چې روسیه یې رسمیت پېژندنې ته قانع کړه.
حال دا چې دا لاملونه تر دې وړاندې د روسیې په ګډون د نړۍ له خوا د لویو اندېښنو په توګه مطرح کېدل.
اسلامي امارت له اوږده انتظار وروسته رسمیت ته رسېدنه سیاسي او ډېپلوماټیکې بریا او د متقابل درناوي پر اساس د مثبتو اړیکو او رغوونکي تعامل پر لور د پيل نښه ګڼي.
په قطر کې د سرپرست حکومت شارژدافیر سهیل شاهین وايي، دغه ګام روسیه له هغو هېوادونو جلا کړه چې د رسمیت پېژندنې له ادرس یې پر افغانستان فشارونه راوړل.
شاهین زیاتوي: « د روسیې فډراسیون په دې ګام سره ځان له هغو هېوادونو جلا کړ چې د اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژندل یې د فشار او سیاسي موخو د حصول لپاره استعمالوه. باید ووایو چې د روسیې له دې اقدام توقع کېږي چې نور هېوادونه هم ورته فیصلو او اقدام ته وهڅوي.»
روسیې چې تر دې وړاندې یې د اسلامي امارت حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې خپل متحد بللی و، وروسته یې د اوسني افغانستان واقعیت او اوس ورته د قوي اقتصادي همکار په توګه ګوري.
خو له دې هر څه سره سره، اوس اصلي خبره دا ده چې له دې پېښې وروسته څه پېښېدونکي دي؟
ګڼ تحلیلونه دا دي چې ښايي د روسیې دغه ابتکار نور هېوادونه په تېره بیا د منځني اسیا، چین، هند او ایران هم رسمیت پېژندنې ته را وړاندې کړي.
د شنونکو په باور، د افغانستان ګاونډي هېوادونه د خپلو سټراټیژیکو او امنیتي مقاصدو لپاره هم ښايي له تعامل پرته بل انتخاب ونه لري.
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « زه فکر کوم چې د چین، منځنۍ آسیا هېوادونو، هند او ایران په ګډون د روسیې ملګري هېوادونه ښايي په نږدې راتلونکي کې د روسیې لاره تعقیب کړي او د طالبانو اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.»
ځینې نور بیا په دې باور دي چې له روسیې د رسمیت اخیستنې وروسته، دا موضوع پرنړیواله کچه د سرپرست حکومت مسوولیتونه نور هم زیاتوي او د نړیوالو قوانینو مراعت او درناوي ته یې رابولي.
د شنونکو وېره بیا دا ده چې د امریکا او روسیې تقابل او اختلافاتو ته په کتو، افغانستان بیاځل د دوو قطبونو د ګټو او زیانونو د ټکرونو بیه پرې نه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی معینګل څمکنی وايي: « اوس نو زموږ د حکومت مسوولیتونه ډېرېږي؛ ځکه چې نړیوال رېنج ته داخلېږي او هلته به خامخا د ملګرو ملتونو موسسې هغه هوکړه لیک او منشور دی چې دوی په ۱۹۴۵ میلادي کال تصویب او افغانستان هم په ۱۹۴۶ کال لاسلیک کړ.»
روسیه کې پخوانی افغان ډېپلومات غوث جانباز وايي: « هغه اړیکې چې روسیې له اوسني حاکمیت سره پاللې، دا یې څرګندوله چې روسیه به ژر یا وروسته دا کار کوي. روسان دې ته په تمه وو چې که یوه بین اللملي اجماع رامنځته شي، په ځانګړې توګه غربي هېوادونو ته به یې ډېر کتل.»
دا هرڅه داسې مهال دي چې تر دې وړاندې د رسمیت نه پېژندنې مساله د سرپرست حکومت د ډېپلوماټیکې دستګاه د ناکامۍ په توګه مطرح کېده او په دې برخه کې د اسلامي امارت موقف ته ګڼې نیوکې متوجه وې.
له دې هر څه سره، وبه لیدل شي چې د ګاونډ، سیمې او نړۍ نورو هېوادونه د روسیې اقدام ته په کتو څه ډول دریځ نیسې، د روسیې پر پله پښه ږدي او که پر خلاف جهت حرکت ته دوام ورکوي؟