Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پکتیا لجه منګل کې د مخابراتي خدماتو نه شتون؛ خلک د یوې ټلیفوني اړېکې لپاره ساعتونه مزل کوي

د پکتیا لجه منګل کې د مخابراتي خدماتو نه شتون؛ خلک د یوې ټلیفوني اړېکې لپاره ساعتونه مزل کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/11/21

په سوېل کې د پکتیا ولایت لجې منګل ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په دغې ولسوالۍ کې هېڅ ډول مخابراتي خدمات نه شته دی او د یوې ټلیفوني  اړیکې نیولو لپاره ساعتونه مزل کوي.

دوی زیاتوي، مخکې یې سیمه کې یوه مخابراتي شبکه فعاله وه، خو په خبره یې جګړو کې ویجاړه شوې او اوس د یوې اړیکې نیولو لپاره نورو ولسوالیو او یا هم د غرونو څوکو ته ساعتونه مزل کوي.

د لجې منګل ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی وايي:« ستونزه دومره ده، چې د یوه ټلیفون لپاره څمکنیو ته ځو، مخکې یوه پایه فعاله وه، چې اوس ویجاړه شوې ده. دا زموږ لویه ستونزه ده او باید هواره شي.»

د لجې منګل ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی بیا وايي:«د اړتیا لپاره کله، چې اړیکه نیسو، څمکنیو او احمدخیلو ولسوالیو ته ځو او یا هم د غرونو لوړو څوکو ته ساعتونه مزل کوو.»

ځايي مسوولین هم په لجه منګل ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو نه موجودیت ستره ستونزه یادوي او له مخابراتو وزارت غواړي، چې د هواري لپاره یې ګام واخلي.

 د لجې منګل ولسوالۍ ولسوال وايي:« مخابراتي ستونزه بیخي زیاته ده. دلته کار نه کوي، عام ولس او یا هم موږ چې اړیکه نیسو،څمکنیو او یا هم احمدخیلو ولسوالۍ ته ځو.»

د لجې منګل ولسوالۍ د استخباراتو مدیر وايي:« موږ لجه منګل ولسوالۍ کې د مخابراتي خدمتونو د نه موجودیت له کبله له ستونزې سره مخ یو. مخکې یوه پایه فعاله وه، خو اوس  د جګړو له کبله ویجاړه شوې ده.»

د لجې منګل ولسوالۍ د مخابراتو مدیر حکمت الله بیا وايي، نږدې راتلونکې کې به دغه ولسوالۍ کې د مخابراتو ویجاړه شوې پایه ترمیم او فعالیت به بېرته پیل کړي.

حکمت الله زیاتوي:« موږ د افغان ټیلي کام  له مسوولینو سره خبرې کړي دي. هغوی ډاډ راکړی، چې هغه تخریب شوی سایټ به هم فعال شي او یو بل به هم جوړ شي.»

لجه منګل د ګردیز پټان پر لویه لاره پرته غرنۍ ولسوالي ده، چې د جګړو له امله ورته په هېڅ برخه کې د پام وړ کار نه دی شوی او خلک په کې ان د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني
ټکنالوژي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

جولای 28, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه
ټکنالوژي

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 23, 2026
د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025
د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي
افغانستان

د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي

دسمبر 3, 2025

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist