Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/08/06

هرات د هېواد له لویو ولایتونو څخه دی چې له ایران سره د ګډې پولې له امله، د نورو ولایتونو ډېری مسافر له همدې لارې تګ راتګ کوي. ډېری وخت د اوږدو سفرونو پر مهال د ځینو موټر چلوونکو بې‌احتیاطي، د خونړیو ټرافیکي پېښو لامل ګرځي.

اوس د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مسوولین وایي، لویو لارو باندې د مسافر وړونکو موټرو سرعت تنظیم او ټرافیکي پېښو مخنیوي په موخه تر اوسه د هېواد په کچه ۴۷ زره نقلیه وسایطو کې «جي‌پي‌اېس» سیسټم نصب شوی.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د تخنیکي خدمتونو او مصونیت رییس حفیظ‌الله حلیمي وايي: « ټرانسپورټ وزارت مسافر لېږدونکو بسونو لپاره د سرعت کچه ټاکلې او باید په ساعت کې له ۱۰۰ تر ۱۰۵ کیلومټرو سرعت ولري. که د دوی سرعت له دې پروته شي، د جي‌پي‌اېس له لارې ښکاري چې په کوم سرعت روان دی.»

په ورته مهال، د مسافروړونکو شرکتونو یو شمېر مسوولان د دې طرحې هرکلی کوي او وایي، د جي‌پي‌اېس سیسټم لګول د غیر مجاز سرعت په راکمولو، د تګ راتګ د نظم په ښه کېدو او د لویو لارو د ټرافیکي پېښو په کمولو کې مهم رول لوبولی.

د یوه ټرانسپورټي شرکت مسوول حمیدالله بارکزی وايي: « موږ خپلو مسافرو ته ځانګړې پاملرنه او هیله لرو چې دوی په خوشاله او روغه بڼه سفر ولري.»

د ټرانسپورټي شرکت مسوول نذیر احمد ظریفي وايي: « په موټرو کې یې جي‌پي‌اېس نصب کړی او دا ډېر ښه کار شوی. باید د دوی سرعت کنټرول شي. شرکتونه هم باید خپلو موټر چلوونکو ته ووايي چې په ټاکل شوي سرعت موټر وچلوي.»

له بلې خوا، د هرات اوسېدونکي  هم د دې پروګرام له پلي کېدو خوښي څرګندوي او وایي، د نقلیه وسایطو پر سرعت څارنه کولی شي د سفر پر مهال د مسافرو خوندیتوب زیات او د ټرافیکي پېښو له امله رامنځته کېدونکې مرګ‌ژوبلې کچه راټیټه کړي.

موټر چلوونکی عبدالبصیر وايي: « زموږ موټر په ۱۰۰ کیلومټرو کې قلف دي، موږ او مسافر دواړه له دې کار راضي یو.»

مسافر حافظ نورالله وايي: « مهمه دا ده چې مسافر آرام او خوندي سفر ولري. موږ له دې کار خوښ یو.»

مسوولین نقلیه وسایطو کې د «جي‌پي‌اېس» سیسټم د نصبولو موخه د موټرچلوونکو د چلند مدیریت، د نقلیه وسایطو د سرعت کنټرول، د سفرونو د خوندیتوب لوړول او د هېواد په لویو لارو کې د ڼرافیکي پېښو کمول بولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني
ټکنالوژي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

جولای 28, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه
ټکنالوژي

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 23, 2026
د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025
د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي
افغانستان

د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي

دسمبر 3, 2025

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist