Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ نندارتون کې ځوانان له عصري ټکنالوژۍ سره پېژني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/07/28

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په نوښت جوړ شوي اته ورځني نندارتون کې ګډون کوونکي شرکتونه وايي، په هېواد کې د عصري ټکنالوژۍ د ودې په موخه اړتیا ده چې دا ډول نندارتونونه جوړ شي، ترڅو ځوان نسل عصري ټکنالوژۍ ته مخه کړي.

د دوی په خبره، اوس ټوله پرمختللې نړۍ د عصري ټکنالوژۍ په زور او فکر روانه ده او اړتیا ده چې ټول افغان ځوانان هم عصري ټکنالوجۍ ته وهڅول شي.
نندارتون کې د یوې غرفي مسوول محمد اسلام حسیني وايي: « له مخابراتو  وزارت او اترا ادارې څخه مننه کوم چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ لپاره ځانګړی نندارتون یې جوړ کړ. دا ډول نندارتونونه فرصت برابروي چې خلک د افغانستانه له داخلي مخابراتي تولیداتو سره وپېژني.»

د یوې بلې غرفې مسوول محمد عابد وايي: « له حکومت مننه کوو چې دا ډول نندارتون یې جوړ کړ. موږ له دې لارې له خپلو تولیداتو سره پېژنو.»

د دې نندارتون ګډون کوونکي دغه راز وایي، دا ډول نندارتونه دوی ته روحیه ورکوي چې څنګه د نوې او عصري ټکنالوژۍ کارولو ته مخه کړي.

دوی له اسلامي امارت غواړي چې ټولو ځوانانو ته داسې زمینې برابرې کړي، ترڅو په اوسني عصر کې له ټکنالوژۍ سره بلد شي.

د نندارتون ګډونواول خالد وايي: « له هېوادوالو غوښتنه کوم چې راشي او ګډون وکړي، ځکه په دې ډېر مصرف شوی او ډېر زحمت ایستل شوی.»

د نندارتون ګډونوال حمید الله وايي: « له حکومت هیله کوو چې دا ډول نندارتونونه نور هم جوړ شي او خلک هم باید ګډون وکړي.»

چارواکي وایي، په دې نندارتون کې شاوخوا ۲۰۰ غرفې شته چې په ټولو کې د عصري ټکنالوژۍ وسایل نندارې ته وړاندې شوې دي.

د دوی په خبره، په دې نندارتون کې د کورنیو شرکتونو ترڅنګ، بهرنیو شرکتونو هم خپل محصولات نندارې ته وړاندې کړې.

د اسلامي امارت چارواکي همدارنګه په ځوان نسل غږ کوي چې دا نندارتون له نږدې وګوري، ترڅو د اوسنۍ نړۍ د عصري ټکنالوژۍ په رازونو خبر او په پرمختګ له نږدې وګوري.

د دوی په خبره، اسلامي امارت لا هڅه کوي چې په هېواد کې د عصري ټکنالوژۍ ورته نور نندارتونه هم جوړ کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزی وايي: « په دې نندارتون کې ۲۰۰ غرفې فعالې شوې او په مختلفو شرکتونو پورې اړه لري. په دې کې زموږ پنځه لوی مخابراتي شرکتونه دي، همدارنګه د ټکنالوژۍ او سټارټ اپ شرکتونه دي او دغه راز د بانکونو او آنلاین تادیاتو برخې هم شته دي.»

د اترا ادارې ویاند جلال‌الدین شمس وايي: « دا زموږ خلکو ته لوی فرصت دی چې دوی په خپل هېواد کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخو کې شوي پرمختګونه وویني. په ځانګړې توګه زموږ هغه محصلین چې په دې برخو کې زده کړې کوي، دا دوی ته فرصتونه برابرېږي چې خپلې زده کړې په عملي توګه وویني.»

د مسوولینو په خبره، د دې نندارتون لویه موخه دا ده چې هېوادوال په افغانستان کې له تولید شویو مخابراتي او ټکنالوژيکي توکو او دغه راز له مخابراتي خدمتونو سره وپېژني.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی
ټکنالوژي

پر لویو لارو د ټرافیکي پېښو مخنیوي لپاره زرګونه موټرو ته جي‌پي‌اېس لګول شوی

اگست 6, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه
ټکنالوژي

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
هرات کې د انجینرۍ او ټېکنالوژۍ درې ورځنی نندارتون جوړ شو
ټکنالوژي

افغان ځوانان د خپلو اختراعاتو بشپړولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کوي

اپریل 23, 2026
د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې
ټکنالوژي

د پکتیا زده کوونکو خپلې زده کړې په عملي بڼه نندارې ته وړاندې کړې

جنوري 15, 2026
اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل
ټکنالوژي

اتصالات مخابراتي شرکت بلخ کې د اېم – حواله خدمات پيل کړل

دسمبر 11, 2025
د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي
افغانستان

د سرپل بلخاب ولسوالۍ خلک د مخابراتي اړیکو نیولو لپاره څو ساعته مزل کوي

دسمبر 3, 2025

وروستي خبرونه

له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو

له شاه اوعروس بند څخه کابل ښار ته د اوبو لېږدولو پروژې تړون لاسلیک شو

اکتوبر 27, 2026
د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

د همغږۍ ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې له افغانستان سره پر نړیوالو همکاریو ټینګار شوی

اکتوبر 22, 2026
د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

د امام ابوحنیفه پنځم اووه ورځنی نړیوال نندارتون پای ته ورسېد

اکتوبر 14, 2026
د حکومت ویاند: لاریونونه مو ځکه بند کړي چې په اسلامي قانون کې ځای نه لري

مجاهد: پاکستاني چارواکي دې د خپلو ناکامیو پټولو لپاره افغانستان نه تورنوي

اکتوبر 13, 2026
د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

د پاکستان مرکزي حکومت خیبرپښتونخوا کې بېړنۍ حالت  اعلان کړ

اکتوبر 12, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist