په داسې حال کې چې د جون ۲۰مه د کډوالو حقونو ته د درناوي په موخه هر کال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې نمانځل کیږي، افغانستان کې د بېوزلۍ او بې کارۍ له امله دا راپورته شوې پدېده پر خپل حال پاتې ده.
شمشاد ټلوېزیون د دې ورځې په مناسبت د یوې داسې بې ځايه شوې کورنۍ حال درکوي چې درې کاله وړاندې له پاکستانه ننګرهار او له هغه ځای بیا کابل ته راستنه شوې ده.
د دې کورنۍ سرپرست له خپلې اته کسېزې کورنۍ سره یوځای په یوه خونه کې اوسېږي.
منصور د کار او سرپنا نه لرل او د ژوند لومړنيو اسانتياو ته د لاس رسي نه شتوالی خپلې لویې ستونزې بولي.
د نوموړي په څېره کې د غربت نښې له ورایه ښکاري.
هغه د خپلو ماشومانو د خوراکي اړتيا پوره کولو لپاره کباړ ټولوي، خو نه شي کولی په دې کمو پیسو د خپلو اولادونو د راتلونکي برخليک په اړه مثبت تصميم ونيسي.
له پاکستان راستون شوی کډوال منصور وايي: « زه دلته ارزان قیمت کې ګرځم او وینم چې پستې ډوډۍ په کباړ کې راوځي؛ بیا یې زه له کباړ راټولوم او د کورنۍ اړتیا پرې پوره کوم. که مخکې دلته کارونه وو، زه نه یم خبر، خو اوس نه شته او ژوند نه تېرېږي. تاسو زما لاسونه وګورئ تڼاکې دي، په خولو یې ګټم، خو هېچا راسره هېڅ مرسته نه ده کړې.»
د دې بې ځايه شوې کورنۍ سرپرست له اسلامي امارت او نړیوالو مرستندویه سازمانونو غواړي چې د ژوند لومړنيو امکاناتو په چمتو کولو کې ورسره همکاري وکړي.
منصور وايي: « نو د کار زمینه خو باید راته برابره کړي، که زه کار ونه لرم، دا کوچني ماشومان به څه خوري؟ که زه کار ولرم بل ځای ته د تګ اړتیا به نوي او ماشومان به مې هم وساتم.»
د سیاسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې تېرې څو لسېزې جګړې، بېوزلي او بې روزګاري په هېواد کې د بې ځایه کېدلو او بهر ته د کډوالۍ مهم سببونه دي.
دوی له مرستندویه بنسټونو او هېوادونو غواړي چې له افغانستان او په ځانګړي توګه له کډوالو سره دې مرستې نه سیاسي کوي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « د افغانستان اسلامي امارت باید د مهاجرینو د وضعیت ښه کولو لپاره پر نړیواله کچه هڅې وکړې. همدارنګه هغه کډوال چې بېرته هېواد ته راستنېږي، دا د اسلامي امارت دنده ده چې د ښه ژوند زمینه ورته برابره کړي.»
د کډوالو مدافع علي رضا کریمي وايي: « دغو کسانو ته د رسېدنې لپاره باید د اسلامي امارت دولت د سیاسي ثبات رامنځته کولو، امنیت او اقتصادي ودې لپاره د کاري فرصتونو پر ایجادولو تمرکز وکړي، یوازې د عدالت د تأمین تر سیوري لاندې د مهاجرت لړۍ درولی شو.»
که څه هم نړيوالو سازمانونو تېر کال افغان کډوالو او داخلي بې ځايه شويو ته د امکاناتو برابرولو په برخه کې ميليونه ډالره بوديجه مصرف کړه، خو پايلې یې تر ډېره د پام وړ نه دي او نه هم په هغه اندازه بریالي شوي چې بې ځايه شويو کورنیو ته د ژوند اړينې اسانتياوې چمتو کړي.