Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د جګړې پنځمه ورځ؛ اسراییلو د ایران پر ملي ټلوېزیون او ګڼو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي

د جګړې پنځمه ورځ؛ اسراییلو د ایران پر ملي ټلوېزیون او ګڼو پوځي تاسیساتو بریدونه کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/06/18

يو بل ته ایران او اسراییلو له ګوتڅنډونو او خبرداریو سره سم، دواړه خواوو د پنځمې ورځې لپاره هم پر یو بل د ډرون او جنګي الوتکو او توغندیو سخت بریدونه کړي.

د راپورونو له مخې، اسراییلو تېره شپه د ایران ملي راډیو ټلوېزيون په ګډون ګڼ ملکي او پوځي اهداف پر نښه کړي.

د دې ترڅنګ د اسراییلو پوځ ویلي، په دې بریدونو کې یې د ایران ځمکنیو توغندیو پر یوه کارخونه او د توغندیو توغولو پر تاسیساتو د برید ترڅنګ، د دقیقو استخبارتي مالوماتو له مخې، د ایران د خاتم الانبیا مرکزي قرارګاه قوماندان علي شادماني هم له منځه وړی.

د اسرائیلو پوځ زیاته کړې: « د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌ يي پوځي سلاکار او د ایران تر ټولو لوړ رتبه پوځي جنرال علي شادماني د دقیقو استخباراتي مالوماتو پر اساس، د اسراییلو هوايي ځواکونو له لوري د تهران په مرکزي برخه کې ووژل شو.»

د ایران د انقلابي ګارډ ځواکونه وايي، تېره شپه یې پر اسراییلو د ډرون او توغندیز بریدونو نهمه لړۍ پلې کړه چې د پلازمېنې تل ‌ابیب د ګڼو سيمو ترڅنګ يې د اسرایيلو د استخباراتي ادارې يا موساد ودانۍ هم پر نښه کړې.

دوی زیاتوي، د دوی سایبري موندنې ښيي چې د اسراییلو له ګڼو ښارونو خلک د جګړې له ویرې د قبرس ټاپو ته د تېښتې په حال کې دي.

د ايران دفاع وزارت وياند علي رضا طلايي نېک وايي: « نن مو د صهیونېستي رژيم استخباراتي او اطلاعاتي مرکز په یوه هدف وېشتونکي او کنټرول کېدونکي توغندي په داسې حال کې په نښه کړی چې د دوښمن له خوا د امریکا په مرسته له شدید هوايي ضد سیسټم تېر شوی او خپل هدف یې ویشتلی دی.»

بله خوا، د ایران ولسمشر د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ټيلفوني خبرو کې ویلي، اسراییلو د جګړې د پيلوونکي اړخ په توګه باید د نوموړي په ټکو د خپلو جنایتونو ځواب وویني.

مسعود پزشکیان زياته کړې، که اسراییل په هره کچه پر ایران برید وکړي، ځواب به یې په هماغه اندازه بېرته ترلاسه کړي.

پزشکیان په دې اړه ویلي: « جګړه موږ نه ده پیل کړې؛ خو د صهیونیستي رژیم د جنایتونو ځواب ورکوو. دوی که په هره کچه پر موږ برید وکړي، په هماغه کچه به بېرته ځواب ورکړل شي.»

بله خوا، د امریکا ولسمشر یو ځل بیا پر ایران نیوکه کړې چې په تېرو دوو میاشتو کې یې ولې له امریکا سره هوکړه ونه کړه او له کبله یې اوس مخامخ جګړې ته لار هواره شوه.

ډونالډ ټرمپ ویلي، په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي چې ایران اټومي وسلې ولري.

ټرمپ په کانادا کې د جي‌۷ هېوادونو ناسته په نیمايي کې پرې اېښي او بېرته امریکا ته ستون شوی. 

هغه که څه هم د دې ناڅاپي تګ لامل بله مهمه موضوع یاده کړې، خو د فرانسې ولسمشر په نیمايي کې د ټرمپ له لوري د ناستې پرېښودو لامل د ایران او اسراییلو ترمنځ د اوربند اړونده مساله بللې.

په ورته مهال د فاکس نیوز د مالوماتو له مخې، نوموړي د جي‌۷ هېوادونو له ناستې د بېرته راګرځېدو سره سم د امریکا د ملي امنیت شورا د بېړنۍ ناستې د جوړېدا امر کړی.

ټرمپ ویلي: « ایران باید د اټمي مذاکراتو هوکړه لاسلیک کړې وای. ما هغوی ته وویل چې لاسلیک یې کړئ. ډېر د شرم ځای دی چې انسانان له منځه ځي. دا ډېره ساده خبره ده. ایران نه شي کولی چې هستوي وسله ولري. ما څو څو ځله ویلي! ټول باید په بېړه له تهران ووځي.»

له دې ټولو سره، تېره ورځ کاناډا هېواد د جي۷ هېوادونو د اقتصادي ناستې کوربه و چې په اجنډا کې پر شاملو موضوعاتو د بحث ترڅنګ، د ایران او اسراییلو پر روانې جګړې هم بحث شوی.

د فرانسې ولسمشر اېمانويل مکرون ویلي، د اسرایيلو او ايران ترمنځ د اوربند غوښتونکی دی.

هغه زياته کړې، د اوربند د ټینګښت په صورت کې به اروپايي هېوادونه له ایران سره په جدي مذاکراتو کې برخه واخلي.

د فرانسې ولسمشر زیاته کړې: « موږ د اوربند غوښتونکي یو او د امریکا او ایران ترمنځ هستوي پروګرام په اړه مذاکرات باید بېرته پيل شي. اروپايي شریکان دې ته چمتوو دي چې اوربند ته د رسېدو په صورت کې له ایران سره په جدي مذاکراتو کې ګډون وکړي. امریکا له ایراني چارواکو سره د لیدنې وړاندیز کړی او وبه لیدل شي چې څه کېږي.»

خو د ایران ولسمشر د ایران پارلمان ته په وروستۍ وینا کې د امریکا او اسراییلو خبره ردوي او وايي، نه غواړي اټومي وسله ولري او د یورانیمو د غني کولو پروسه یې سوله ‌ییزه او د ځان حق ګڼلې.

هاخوا د هند بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې له خپلو اتباعو غوښتي چې ژر تر ژره له ایران ووځي او یا خوندي ځایونو ته پناه یوسي.

دې هېواد دوه ورځې وړاندې په اسراییلو کې هم خپلو اتباعو ته امنیتي خبرداری ورکړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist