Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان د بودیجې له جدي کسر سره مخ دی

پاکستان د بودیجې له جدي کسر سره مخ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/05

د پاکستان ماليې وزارت ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي، سرپرست حکومت د ۲۰۲۵زېږدیز کال له جولای د ۲۰۲۶ کال تر جولای پورې په بوديجه کې د جدي کسر له امله د لوړو مالياتو راټولولو نوې تګ‌ لاره تعقيبوي.

اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې د يادو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې حکومت د بودیجې کسر کمولو لپاره پر مالیه ورکوونکو د مالیې اندازه زياته کړې او دې هدف ته د رسېدو لپاره يې سږکال

اټولونکې ادارې یا اېف پي اېف بيټرانیزو څه باندې ۱۴ ټرېلیونه پاکستاني روپیو په ارزښت د مالیاتو راټولول اړین ګڼلي.

د راپور یوه برخه: « د سرچینې په وینا، چارواکي به اړ وي چې د ۵۰۰ میلیارد پاکستاني روپیو اضافي مالیات وضع کړي، ترڅو ټاکلي هدف ته ورسېږي او دغه اقدام به پر ۱.۳ ټرېلیون اضافي مالیاتو سربېره وي چې په روان کال کې د خلکو پر معاشاونو وضع شوې دي.»

د راپور پر بنسټ، د بودیجوي کسر کمولو لپاره د پاکستان حکومت ځان ته د ناخالصو توليداتو د ټولیز ارزښت ۱۱ سلنې په اندازه اضافي عوایدو راټولو هدف اېښی چې په راتلونکې جولای میاشت کې په دې اړه د جوړې شوې تګلارې له پيل وړاندې به يې د ارزونې په اړه د پيسو نړيوال وجهي صندوق پلاوی هم پاکستان ته سفر وکړي.

د اېکسپرېس ټرېبيون په راپور ويل شوي، د پاکستان حکومت په بودیجې کې د کسر له امله د رامنځته شویو فشارونو کمولو لپاره وار له مخې پر بانکي او خصوصي سکټور محدوديتونه لګولي او هم یې د نفتو بیې د مالیاتو زیاتېدو له امله ۱۸ سلنه لوړې کړې دي.

د راپور یوه برخه: « له وړاندې پر خلکو د زیات فشار سربېره هم حکومت د ۸۳۰  مېلیارد روپیو له بودیجوي کسر سره مخ دی او دا د دې ښکارندويي کوي چې خلک د کمزوري اقتصاد له امله مالیات نه شي ورکولی. دغه راز حکومت د نفتو قېمتونه د مالیاتو زیاتېدو له امله ۱۸ سلنه لوړ کړي چې د پټې بودیجې لپاره د مالیاتو د منبع په توګه کارول کېږي.»

ورځپاڼې دغه راز په خپله راپور کې دا هم ويلي، د پاکستان دولتي مالي سکټور او د دې هېواد د سوداګرۍ او صنعت خونې ترمنځ په ګډه ناسته کې په یو شمېر سوداګریزو توکو د مالیاتو کمولو وړاندیزونه شوي چې په اړه یې لا پرېکړه نه ده شوې او ښايي د پراخو مالیاتو په وضع کولو سره د دې هېواد خصوصي سکټور او بهرني سوداګر له جدي ننګونو سره مخ شي.

 پاکستان د عوایدو کمښت له امله څو ځله د پيسو له نړيوال وجهي صندوق(آی.اېم.اېف) پور اخیستی، خو اوس څرګنده نه ده چې روان کال به دغه صندوق پاکستان ته د پور ورکولو لپاره د اسلام ‌اباد غوښتنې ومني او که نه.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دوی له شرق او غرب او دغه راز چین سره په اړیکو کې توازن نه درلود، دوی له چین او روس سره یو ډول او لوېديځ نړۍ سره بل ډول اړیکې لرلې. د پاکستان د چل، دوکې او درواغو سیاستونه د دې سبب شول چې د یوه اقتصادي سیسټم او بنسټ جوړېدو پر ځای، د سیاست او سیاسي لوبو په بدل کې کمېشن اخیستلو ته مخه کړه. دا غلط سیاستونه باعث شول چې بهرنۍ مرستې پرې ودرېږي، کورنی وضعیت یې خراب شو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ شول. که د دوی د دغو ستونزو مخه ونه نیسي او ترڅنګ یې که هند هم پرې نظامي برید وکړي او وضعیت همداسې روان وي، پاکستان به له زوال سره مخ او په بشپړه توګه د نړۍ له نقشې پاک شي.» 

ټاکل شوې د پاکستان ماليې وزیر محمد اورنګزیب په داسې حال کې د جولای پر دویمه یا درېیمه نېټه د دې هېواد پارلمان ته د روان کال د مالي بودیجې طرحه وړاندې کړي چې هېواد یې د انفلاسیون لوړه کچه او پیکه اقتصادي وده تجربه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist