Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امنیت شورا: د داعش فعالیت د نړۍ امنیت ته ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي

ملګري ملتونه هند او پاکستان ته؛ د مخالفتونو کمولو لپاره له زغم کار واخلئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/27

د روانې اپريل پر ۲۲ د هند تر ولکې لاندې کمېشر کې وسله والو ۲۶ هندي سیلانیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو او د هند لخوا له پوځي لارو له پاکستان غچ اخیستونکی درېځ له ګڼو غبرګوونو سره مخ شوی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سیلانیانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه خواشیني ښودلې او په هره بڼه ترهګري یې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره جدي ګواښ بللی دی.

امنیت شورا زیاته کړې:« ترهګري په ټولو بڼو کې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره له جدي ګواښونو یو دی.»

د دې سازمان د سرمنشي ویاند سټېفېن دوجاریک له نوي ډهلي او اسلام اباد غوښتي چې کړکېچونو زیاتېدو پر ځای دې د نرمښت او انعطاف له پالیسۍ کار واخلي.

هغه زیاته کړې:« موږ د هند او پاکستان پر حکومتونو غږ کوو چې له ډېر احتیاط کار واخلي، څو وضعیت نور خراب نه شي.»

په ورته مهال د پاکستان دفاع وزیر له سکای نېوز سره په یوه تازه مرکه د هند تر ولکې لاندې کشمېر کې د وروستي برید په اړه د یوې خپلواکې نړېوالې څېړنې د ترسره کولو وړانديز کړی.

خواجه اصف د هند له لوري پر پاکستان احتمالي پوځي برید ته په غبرګون کې ویلي،پاکستان په سیمه کې د تاوتریخوالو مخنیوي لپاره جګړه نه غواړي، خو په خبره يې د هر ډول ګواښ پر وړاندې بې ځوابه نه پاتې کېږي.

هغه همداراز دا تایید کړې چې پاکستان څو لسیزې د امریکا، بریتانیا او لویدیځ په ښکېلو جګړو کې د برخه اخیستلو له امله تېروتنه کړې، چې اوس مهال یې زیانونه تجربه کوي.

اصف زیاتوي:« موږ دغه ناوړه کار له شاوخوا درې لسیزو راهیسې د امریکا، بریتانيا او لویدیځ لپاره ترسره کړ.»

هند له دې برید وروسته له پاکستان سره د سیاسي، اقتصادي او ډيپلوماتیکو اړېکو پر پرېکولو سربېره پاکستان ته د اوبو ورکولو هغه تړون هم وځنډوه، چې په ۱۹۶۰ کال کې هندوس له سېند پاکستان ته د اوبو ورکولو په موخه لاسليک شوی.

پاکستان د هند دې اقداماتو په غبرګون کې د واګې بندر وتړه او هند ته د پاکستان له فضا د تېرېدونکو الوتکو پر الوتنو یې بندیز وضع کړ.

خو له دې ټولو ګواښونو سربېره نوي ډیلي ګواښ کړی چې له پاکستان به د جمو او کشمېر وروستي وسلوال برید غچ حتمي اخلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist