Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د مسکو په کوربتوب به د کازان ناسته د مې مياشتې پر ۲۷ مه پیل شي

د مسکو په کوربتوب به د کازان ناسته د مې مياشتې پر ۲۷ مه پیل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/26

ټاکل شوې د راتلونکې مې مياشتې پر ۲۷ نېټه د مسکو په کوربه توب د کازان غونډه پیل او د دې مياشتې تر ۲۹ نېټې پورې به دوام وکړي.

د مالوماتو له مخې، دغهې ناستې ته د افغانستان په ګډون د ۱۵۰ هېوادونو استازي وربلل شوي او تمه ده چې په دې ناسته کې به تر ډېره د نړۍ پر کچه په اقتصادي او امنیتي مسایلو بحثونه وشي.

ټاس خبري آژانس د روسيي د ملي امنیت شورا د منشي سرګي شویګو له قوله لیکلي، یاده ناسته کې به د ختیځو او لوېديځو هېوادونو اړوند مسايلو له بحث سربېره، د سيمې د امنيت ټېنګښت لپاره پر ګډو همکاريو هم خبرې وشي.

د ټاس خبري آژانس د شویګو له خولې لیکلي: « موږ پرېکړه کړې چې په دې ناسته کې د ختیځ او لوېديځ هېوادونو پر کچه پر امنیتي مسایلو خبرې او یو بل سره د همکارۍ په تړاو بحث وکړو. موږ هیله من یو چې تر۱۵۰ زیاتو هېوادونو استازي به په دي ناسته کې له موږ سره ګډون وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په کابل کې د روسیې سفیر د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر سره په لیدنه کې نوموړي ته په کازان ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه، خو سرپرست حکومت تر اوسه په دې ناسته کې د ګډون یا نه ګډون په تړاو رسمي څه نه دي ویلي.

د سیاسیي چارو  شنونکي دا او ورته نورې ناستې د افغانستان اړوند مسايلو او ستونزو مطرح کولو لپاره غوره فرصت بولي او د افغان پلاوي په ګډون ټینګار کوي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « هره غونډه او هر ډول لیده کاته چې د نړۍ په هره برخه کې وي، خو چې اجنډا یې د افغانستان جوړښت، د افغانستان اقتصادي وده، سیاست او د امنیت رغښت وي، موږ ترې لبیک وايو. باید هلته د اسلامي امارت استازی شتون ولري، ترڅو د خپلو نظرونو او راتلونکو پلانونو اظهار په کې وکړي.» 

ځینې نور بیا وايي د کازان ناستې له فرصت په ګټې اخیستنې دې د سرپرست حکومت چارواکي خپل پرمختګونه د دې غونډې له ګډونوالو سره شريک کړي.

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي:« په افغانستان، سیمه او نړۍ کې له امنیتي خطرونو د مخنیوي، تروریزم، نشه يي توکو او نورو ګواښوونو پر وړاندې مبارزې لپاره د هڅو پر شریکولو به بحث وشي. دغه بحثونه په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره مهم دي او هیله لرم د اسلامي امارت چارواکي له دې فرصت څخه ښه ګټه واخلي.»

روسیه له تېرو څو کلونو را هیسې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د استازو په ګډون ورته غونډې جوړوي او تر ډېره د سيمې او نړۍ پر اقتصادي، امنیتي او سیاسي مسایلو په کي بحثونه کېږي.

 شنونکي د کازان راتلونکې ناستې ته تمه لري چې افغانستان لپاره د بهرنۍ پانګې په جذب کې به مهم رول ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist