Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوتېرېش: د مسلمانانو پر وړاندې تبعیض زیات شوی

ګوتېرېش: د مسلمانانو پر وړاندې تبعیض زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/17

د مارچ ۱۵ مه؛ له اسلامه د وېرې پر ضد د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده چې هر کال د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو بنسټونو له لوري د اسلام پر وړاندې تبعیض ته د «نه» ویلو او اسلام د سولې دین په توګه وړاندې کولو تر شعار لاندې نمانځل کېږي.

سږ کال هم د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش د دې ورځې په یاد دولتونو او سازمانونو ته څرګندونې وکړې.

ګوتېرېش په خپلو خبرو کې له ملتونو غوښتي چې د برابرۍ، بشري حقونو او انساني کرامت ساتلو لپاره له یوبل سره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړې:« هغه تګلارې چې بشري حقونو او وقار ته زیان رسوي، تر هغو پورې چې پر افرادو او عبادت ځایونو ښکاره تشدد کیږي. د اسلام ضد تبعیض یوه پراخه ناروغي ده چې د زغم نه شتون، افراطي ایډیالوژيو او د مذهبي او ځورېدونکو ډلو پر ضد بریدونه په کې شامل دي. کله چې پر یوه ډله برید کېږي، د ټولو حقوق او آزادۍ په خطر کې لوېږي.»

ګوتېرېش همدا راز د نړۍ پر ټولو دولتونو غږ کړی چې پر نړیواله کچه تبعیض ته نه ووایي او په ټولنیزو پاڼو کې یې هم د کرکې خپرولو پرمخنیوي باندې ټینګار کړی. 

هغه په دې اړه ویلي: « موږ د یوې نړیوالې ټولنې په توګه باید تبعیض ته نه ووایو او له منځه یې یوسو. حکومتونه باید ټولنیز تړاو ته وده ورکړي او مذهبي آزادۍ خوندي کړي. آنلاین پلیټفارمونه باید د کرکې د خبرو او ځورونو مخه ونیسي. موږ ټول باید د تبعیض، نژاد پالنې او اسلام څخه د وېرونې پر وړاندې غږ پورته کړو.»

ګوتېرېش همدا راز د بشري حقونو، برابرۍ او وقار ساتنې لپاره پر ګډ کار ټینګار کړی.

د سیاسي چارو شنونکي د ګوتېرېش له څرګندونو هرکلی کوي، خو وایي نړۍ لکه څنګه چې باید د مسلمانانو لویې کتلې ته په کتو، دوی ته په نړیوالو سیاسي مسایلو کې ونډه ورکړې وای؛ داسې یې نه ‌دي کړي.

د سیاسي چارو شنونکی معین‌ ګل څمکنی وايي: « په نړۍ کې شاوخوا ۲ میلیارده مسلمانان اوسېږي او دا یوه لویه کتله ده. له بده مرغه دوی ته د نړۍ په سیاسي مسایلو کې هېڅ رول نه دی ورکړل شوی. د امنیت شورا پنځه دایمي غړي هېوادونه او شاید راتلونکي کې هند هم په کې شامل شي، یو هم د مسلمانانو استازیتوب نه کوي. دا یوه لویه نیمګړتیا ده او که چېرې نړۍ غواړي چې له مسلمانانو سره اړیکې عادي کړي، باید امنیت شورا کې د مسلمانانو یو استازی ومني.»         

ځینې نور بیا وايي، نړۍ باید پر اسلام مبارک دین د څو افراطي ډلو پر بنسټ قضاوت ونه‌کړي، بلکې د دوی په خبره اسلام د سولې، برابرۍ او ورورولۍ  دین دی او باید اصلي ماهیت ته یې وکتل شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « ګوتېرېش چې کومه خبره کړې، دا ریښتیا ده. د دغو افراطي ډلو په نوم عام وګړي او عام مسلمانان وژل کېږي. دوی د اسلام د بدنامولو لپاره دغه شان تروریستي ډلې جوړې کړې، ترڅو اسلام له نفرت ډک دین وښيي. دا چې ګوتېرېش وايي د مسلمانانو پر وړاندې تبعیض یا داسې یو حرکت لکه اسراییلو چې د فلسطین پر وړاندې وکړ، دا یو حقیقت دی او نړیوال باید په دې پوه شي چې د اسلام دین د عدالت او حقانیت دین دی.»

د اسلام بوفیا یا له اسلامه د وېرې اصطلاح د لومړي ځل لپاره په ۱۹۱۰زېږدیز کال په فرانسه او پنځه اتیا کاله وروسته په ۱۹۹۷زېږدیز کال کې په برېټانیا کې د اسلام ضد کړنو پرمهال وکارېده.

 له هغې وروسته هر کال د مارچ ۱۵مه «اسلام د سولې دین» او د اسلام پر ضد تبعیض ته «نه» ویلو تر شعار لاندې د ملګرو ملتونو، دولتونو او ځینو بنسټونو له خوا نمانځل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist