Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شهباز شريف په پاکستان کې د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله جدي اندېښنه ښودلې

شهباز شريف په پاکستان کې د امنيتي وضعيت خرابېدو له امله جدي اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/15

د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ (بي.اېل.اې) له لوري په بلوچستان کې د جعفر اېکسپرېس اورګاډي له برمته کولو وروسته، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان مرکز کویټې ته تللی او هلته يي له امنیتې چارواکو سره ناسته کړې.

شریف په دې ناسته کې په توندو الفاظو د امنيتي چارواکو په هڅو نيوکې کړې او په پاکستان کې يې اوسنی امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بللی.

شریف زیاته کړې، د پاکستان امنيتي ځواکونو ترڅنګ عامو پاکستانيان هم د ترهګرۍ له منځه وړلو په موخه قرباني ورکړه او د پوښتنې په توګه يې ويلي چې دغه پديده بيا څنګه راپيدا شوه؟

شریف په دې اړه ویلي:« د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره ملت ۸۰ زره کسان قرباني کړل. زموږ امنیتي ځواکونو دا بلا له منځه یوړه؛ نو ولې يې بیا سر راپورته کړ؟»

شریف پرته له دې چې د کوم هېواد نوم ياد کړي خو هند ته په اشارې ويلي، ختيځ دوښمن د پاکستان پر وړاندې منفي تبليغات کوي.

بله خوا، هندي چارواکو د شریف دې خبرو ته په غبرګون کې ویلي، هېڅوک دې د خپلو ناکامیو پړه پر نورو نه اچوي.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیرجیسوال ویلي:« پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه په نورو نه ور اچوي. نړۍ پوهېږي چې د ترهګرۍ مرکز کوم هېواد دی. پاکستان باید خپل ګرېوان کې سرښکته کړي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي، پاکستان له اوږدې مودې راهیسې د خپلو شخصي ګټو خوندي کولو او د سيمې نا آرامه کولو لپاره ترهګرې ډلې روزلې دي او په خبره يې اوس د خپلو همدې کړنو پايله ګوري.

د سیاسی چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي:« د پاکستان سیاسي، اقتصادي او نظامي وضعیت په ویجاړېدو دی او ورځ تر بلې د ورانۍ یا تباهۍ پر لور روان دی. د بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ یوالی او مبارزات بریا ته رسېږي، د ټي.ټي.پي مبارزه د پاکستان لمنې ته اور اچوي، پښتانه هم خپله آزادي او حقوق له پنجابیانو غواړي. دا لوبه چې په تېره نیمه پېړۍ کې د نورو د نا امنۍ لپاره د پنجاب استخباراتو او جنرالانو پيل کړې وه، اوس دوی له همدې لوبې اور اخیستی.»

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « اوس نړۍ ته هم ثابته شوه چې پاکستان د تروریستي ډلو ځاله ده. په بلوچستان کې پر اورګاډي شوی برید هغه عمدي او قصدي لوبې دي چې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو پيل کړې دي. دوی غواړي په دې سره له نړۍ د ترهګرو ځپلو په موخه پیسې واخلي.»

د تېرې سه شنبې په ورځ بلوڅ آزادي غوښتونکو د بلوچستان د بولان درې اړوند په مشکاف تونل کې د جعفر اېکسپرېس اورګاډی برته کړ چې په کې يې سلګونه پاکستاني پوځیان ژوندي ونیول او له ځان سره يي نامالوم ځای ته يووړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist