Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې د بریدونو زیاتوالی؛ تېرو لسو میاشتو کې له ۳ زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پاکستان کې د بریدونو زیاتوالی؛ تېرو لسو میاشتو کې له ۳ زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/15

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په دې هېواد او خيبرپښتونخوا کې د تېرو لسو میاشتو امنیتي وضعیت او هلته د شویو وسله والو بریدونو او اوښتو زيانونو په اړه راپور خپور کړی.

په راپور کې راغلي، د وسله والو له لوري په خیبرپښتونخوا، بلوچستان، اسلام ‌اباد او د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې د بریدونو له امله د امنيتي ځواکونو په ګډون له ۳زرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د راپور په یوه برخه کې راغلي: « په تېرو لسو مياشتو کې د ټول پاکستان پر کچه ۱ زر۵۶۶ وسله ‌والې او امنيتي پېښې رامنځته شوې چې له امله یې ۹۲۴ تنه وژل شوي او ۲ زره ۱۲۱ تنه نور ټپیان شوي دي. په وژل شویو کسانو کې ۵۷۳ پوځیان هم شامل دي او ۳۵۳ نور ټپیان دي. همدارنګه ۳۵۱ ملکي کسان وژل شوي او ۷۶۸ نور ټپیان دي. د بریدونو له دې جملې ۹۴۸ پېښې په خیبرپښتونخوا، ۵۳۲ په بلوچستان، ۲۴په سند،۱۰ په پنجاب او ۲ پېښې هم پلازمېنه اسلام اباد کې شوې دي.»

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په راپور کې ادعا شوې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سم، تحریک طالبان پاکستان(ټي.ټي.پي) په ټول پاکستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.

همدارنګه، پاکستاني چارواکو په افغانستان کې امریکايي وسلو ته د ټي.ټي.پي لاسرسی او په افغان خاوره کې د وسله والو خوندي مرکزونه په پاکستان کې د پراخو بریدونو یو لوی لامل بللی دی.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ویلي: « د ټي.ټي .پي مشران په افغانستان کې اوسېږي او له هغه ځایه د پاکستان ثبات او امنیت ننګوي. د افغانستان په جګړې کې د افغان طالبانو بریا ټي.ټي.پي ته جرئت ورکړ چې په پاکستان کې خپل بریدونه پراخ کړي. دوی اوس د خپلو بریدونو ستراتیژي بدله کړې او تر ډېره پر سترو امنیتي مرکزونو او قضايي محاکمو متمرکز دي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د تازه شمېرو او راپور کې شویو ادعاوو په اړه د سرپرست حکومت مسوولانو غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې سرپرست حکومت په کراتو ویلي چې په پاکستان کې ناامني د دې هېواد کورنۍ مساله ده او په افغانستان پورې تړاو نه لري. 

همدا دوه ورځې وړاندې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي وویل، په تېرو اوو مياشتو کې د داعش له لوري ترسره شوي شپږ خونړي بريدونه د افغانستان له پولو د باندې پلان شوي وو.

د پاکستان کورنيو چارو وزارت دغه راپور داسې مهال خپروي چې دوه ورځې وړاندې د پاکستاني طالبانو تحریک په یوه تازه اعلاميه کې ویلي، دوې میاشتې وړاندې یې د پاکستان امنیتي پرسونل ته سپارښتنه کړې وه چې خپلې دندې پرېږدي، خو اوس دغه موده پای ته رسېدلې.

د تحریک طالبان پاکستان په اعلامیه یوه برخه: « دوه میاشتې وړاندې د ټي.ټي.پي مشرتابه د ټولو امنیتي ادارو کارکوونکي وهڅول چې خپلې دندې پرېږدي او د ژوند تېرولو لپاره حلالې لارې چارې ومومي. د ټاکل شوې نېټې له پای ته رسېدو سره سم، ټولو مجاهدینو ته سپارښتنه کېږي چې ور سپارل شوې لارښوونې عملي کړي او همداراز که د پاکستان امنیتي ادارې د ټي.ټي.پي مجاهدینو له کورنیو سره هر ډول ناوړه چلن وکړي، پر وړاندې به یې ورته اقدام ترسره شي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان له پښتنو، بلوڅانو او نورو قومونو سره د دوه مخي او ناوړه چلن پایلې تجربه کوي.

 د دوی په خبره، په افغانستان کې څو لسیزو ناخوالو دا ښودلې چې پاکستان هېڅکله د افغانستان سره په ګاونډیتوب کې صادق نه دی.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « افغانستان به له نیمې پېړۍ راهیسې د دغو غمیزو، ناروا جنایتونو او بدبختیو سره نه وای مخامخ. بدبختانه باید ووایم چې موږ ډېر بد ګاونډیان لرو لکه ایران او په ځانګړې توګه پاکستان. پاکستان په تېرو څو لسیزو کې په افغانستان کې ډېر زیات ناروا جنایتونه ترسره کړي. د دغه جنایت کار هېواد په خبرو او نیوکو باندې که دا د دوی د بهرنیو چارو وزارت له خوا وي یا د سیاسیونو له خوا، پرې باور کول زموږ لویه تاریخي تېروتنه ده.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي: « دا چې د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي.ټي.پي) د پاکستاني نظامیانو لپاره داسې پیغام لري چې ورسره به بالمثل چلن وکړي، ښکاره خبره ده چې دا د دوی د کورنیو ستونزو پر بنسټ دي؛ ځکه چې د پاکستان د نظامیانو له خوا پر عامو وګړو او ځانګړې توګه د ډېورېنډ تحمیلي کرښې پورې غاړه ولسونو باندې په مختلفو نومونو ډېر زیات ظلم کېږي. زه هیله لرم د پاکستان حکومت خپلو کورنیو ستونزو ته د خبرو له لارې حل پیدا کړي او په هغو معضلاتو کې د افغانستان د ښکېلولو هڅه ونه کړي چې په دې هېواد کې پېښېږي، دغه راز نباید افغانستان ته د ټي.ټي.پي د ملاتړ ګوته ونیول شي.»

د پاکستان کورنیو چارو وزارت په تازه خپور شوي راپور کې دا هم راغلي چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو په څه باندې ۲۸۰۰ځانګړو عملیاتو کې ۳۴۱ وسله وال وژلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist