د پاکستان ترهګرۍ ضد ادارې په تازه راپور کې ويلي، د دې هېواد پر پوځیانو بریدونه ډېر شوي او د روان زیږدیز کال له پيل راهیسې سلګونه پوځي افسران په کې وژل شوي دي.
د يادې ادارې په راپور کې راغلي، د پاکستان تر کنټرول لاندې قبايلي سيمو او خیبر پښتونخوا کې د روان زیږديز کال له پیل راهیسې ۳۳۷ تنه پاکستاني پوځيان چې ګڼ لوړ رتبه افسران هم په کې شامل دي، وژل شوي او دغه راز ۶۱۶ تنه نور ټپيان شوي.
د راپور یوه برخه: « روان کال په دېره اسماعیل خان کې۶۳ تنه، په بنو کې۵۸ تنه، په شمالي وزیرستان کې۵۰ تنه، په جنوبي وزیرستان کې۳۸ تنه، په باجوړ کې ۲۹ تنه، په خیبر کې۲۲ تنه، په پېښور کې ۱۸ تنه، په کرمه کې۱۶تنه، هزاره کې یو، په مردان کې۱۱ تنه، په کوهاټ کې ۱۰ تنه، په دیر کې ۸ تنه، او په مهمندو کې ۲ افسران وژل شوي دی.»
د پوځي چارو کار پوهان وايي، د پاکستان د ناسم سیاست له امله په قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې ناامني او پر پوځيانو بریدونه ډېر شوي او امنیتي وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېږي.
د دوی په خبره، دغه کړکېچن وضعیت نه یوازې پاکستان، بلکې د سیمې پر نورو هېوادونو هم منفي اغېز کوي.
دوی زیاتوي، په دې هېواد کې مخالفې ډلې پیاوړې شوې او اوس سخته ده چې د پاکستان حکومت یې مهار کړی شي.
د پوځي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « د پاکستان حکومت او په ټوله کې د پاکستان نظامیان او استخبارات د خپل هغه سیاست پایله ګوري چې په تېرو۴۵ کالو کې یې د افغانستان په اړه غوره کړی و. دوی اوس خپل کرلي رېبي او وضعیت به یې ورځ تر بلې لا پسې خراب شي؛ ځکه چې هلته ټي.ټي.پي، بلوڅ آزادي غوښتونکي، سندیان او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي.ټي.اېم) فعال دي او ټول خپل حقونه او آزادي غواړي.»
ځېنې نور بیا وايي، په خیبر پښتونخوا، شمالي او جنوبي وزیرستان او بلوچستان کې د پاکستاني ملېشو له لوري له خلکو سره زور زياتی اوج ته رسېدلی و او له همدې امله پر پاکستاني پوځیانو بریدونه ډېر شول.
د پوځي چارو کارپوه کامران وايي: « د پاکستان پوځ چې کوم ظلمونه په پښتونخوا او بلوچستان کې کړي، هېڅ وخت به د خلکو له یاده لاړ نه شي. د سلګونو ځوانانو او مشرانو مړي ژوندي ورک او سرنوشت یې نا څرګند دی. له ۲۰۰۶ کال راهیسې دوی جګړه پيل کړې او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي. په پاکستان کې نا امنۍ اوج ته رسېدلې او د بلوڅانو، پښتنو او سندیانو په ګډون یې خلک موجوده حکومت نه غواړي. ښکاره خبره ده چې وضعیت به نور هم خرابېږي.»
د راپورونو له مخې، قبایلي سیمې په دې وروستیو کې د نا امنیو کوربه دي او په کې د پاکستان حکومت ضد بریدونو زور اخیستی، چې تر ډېره په کې پوځیان پر نښه او وژل کېږي.