Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان ترهګرۍ ضد اداره: روان کال سلګونه پوځيان جګړو کې وژل شوي

د پاکستان ترهګرۍ ضد اداره: روان کال سلګونه پوځيان جګړو کې وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/21

د پاکستان ترهګرۍ ضد ادارې په تازه راپور کې ويلي، د دې هېواد پر پوځیانو بریدونه ډېر شوي او د روان زیږدیز کال له پيل راهیسې سلګونه پوځي افسران په کې وژل شوي دي.

د يادې ادارې په راپور کې راغلي، د پاکستان تر کنټرول لاندې قبايلي سيمو او خیبر پښتونخوا کې د روان زیږديز کال له پیل راهیسې ۳۳۷ تنه پاکستاني پوځيان چې ګڼ لوړ رتبه افسران هم په کې شامل دي، وژل شوي او دغه راز ۶۱۶ تنه نور ټپيان شوي.

 د راپور یوه برخه: « روان کال په دېره اسماعیل ‌خان کې۶۳ تنه، په بنو کې۵۸ تنه، په شمالي وزیرستان کې۵۰ تنه، په جنوبي وزیرستان کې۳۸ تنه، په باجوړ کې ۲۹ تنه، په خیبر کې۲۲ تنه، په پېښور کې ۱۸ تنه، په کرمه کې۱۶تنه، هزاره کې یو، په مردان کې۱۱ تنه، په کوهاټ کې ۱۰ تنه، په دیر کې ۸ تنه،  او په مهمندو کې ۲ افسران وژل شوي دی.»

د پوځي چارو کار پوهان وايي، د پاکستان د ناسم سیاست له امله په قبايلي سيمو او خيبر پښتونخوا کې ناامني او پر پوځيانو بریدونه ډېر شوي او امنیتي وضعیت یې ورځ تر بلې خرابېږي.

 د دوی په خبره، دغه کړکېچن وضعیت نه یوازې پاکستان، بلکې د سیمې پر نورو هېوادونو هم منفي اغېز کوي.

 دوی زیاتوي، په دې هېواد کې مخالفې ډلې پیاوړې شوې او اوس سخته ده چې د پاکستان حکومت یې مهار کړی شي.

د پوځي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « د پاکستان حکومت او په ټوله کې د پاکستان نظامیان او استخبارات د خپل هغه سیاست پایله ګوري چې په تېرو۴۵ کالو کې یې د افغانستان په اړه غوره کړی و. دوی اوس خپل کرلي رېبي او وضعیت به یې ورځ تر بلې لا پسې خراب شي؛ ځکه چې هلته ټي.ټي.پي، بلوڅ آزادي غوښتونکي، سندیان او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي.ټي.اېم) فعال دي او ټول خپل حقونه او آزادي غواړي.»

ځېنې نور بیا وايي، په خیبر پښتونخوا، شمالي او جنوبي وزیرستان او بلوچستان کې د پاکستاني ملېشو له لوري له خلکو سره زور زياتی اوج ته رسېدلی و او له همدې امله پر پاکستاني پوځیانو بریدونه ډېر شول.

د پوځي چارو کارپوه کامران وايي: « د پاکستان پوځ چې کوم ظلمونه په پښتونخوا او بلوچستان کې کړي، هېڅ وخت به د خلکو له یاده لاړ نه شي. د سلګونو ځوانانو او مشرانو مړي ژوندي ورک او سرنوشت یې نا څرګند دی. له ۲۰۰۶ کال راهیسې دوی جګړه پيل کړې او سلګونه کورونه یې ویجاړ کړي. په پاکستان کې نا امنۍ اوج ته رسېدلې او د بلوڅانو، پښتنو او سندیانو په ګډون یې خلک موجوده حکومت نه غواړي. ښکاره خبره ده چې وضعیت به نور هم خرابېږي.»

د راپورونو له مخې، قبایلي سیمې په دې وروستیو کې د نا امنیو کوربه دي او په کې د پاکستان حکومت ضد بریدونو زور اخیستی، چې تر ډېره په کې پوځیان پر نښه او وژل کېږي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو
نړۍ

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

حنفي: تپل شویو جګړو زموږ طبي اخلاق هم زیانمن کړي

جولای 1, 2026
د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

د هرات – اسلام کلا لویې لارې دویم لین جوړولو چارې پيلېږي

جولای 1, 2026
کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

کابل او بشکېک د سوداګرۍ پر پراختیا او اقتصادي مسایلو خبرې کړې

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist