Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له ۷۰ زیات رهبران فرانسه کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو سلمه کالیزه نمانځي

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/11

د نړۍ له ۷۰ زیات رهبران فرانسه کې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو سلم کالیزه نمانځي

د فرانسې پلازمینه، پاریس ښار نن د لسګونو  هیوادونو د مشرانو کوربه دی.

د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو مشران پاریس ته تللي چې د نړیوالې لومړۍ جګړې په ۱۰۰مې یادغونډه کې ګډون وکړي.

په دې لیدنه کې ټرمپ د خپلو تیرو څرګندونو خلاف د پیاوړې اروپا هیله وښوده او دا یې د امریکا غوښتنه وګڼله.

د فرانسې ولسمشر ایمنیول ماکرون او د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل هغې سیمې ته تللي چې د لومړۍ نړیوالې جګړې سختې شېبې پرې تیرې شوې دي.

 د غونډې په پېل کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل فرانسوي سیال ایمنیول ماکرون سره په ایلسي ماڼۍ کې ولیدل. 

ایمنیول ماکرون ټینګار وکړ چې له امریکا سره هر راز همکاري او ملګرتیا د دوی هیله ده.

د فرانسې ولسمشر ایمنیول ماکرون وویل، ((تر هرڅه لومړی، لکه څنګه چې تاسې وینئ، موږ د خپل ولس او د دواړو هیوادونو ترمنځ د نظامي او ملکي اړیکو په خاطر دلته راټول شوي یو، د یوه خپلواک حاکمیت په چوکاټ کې دا دواړه هیوادونه له اوږدې مودې راهیسې متحد ملګري پاتې شوي دي.))

ماکرون وايي اروپا د ناټو پیاوړی غړی دی او په دې نړیوال سازمان کې دی د خپلو نظامي ظرفیتونو د لوړولو لا زیاته هڅه کوي.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ‌ډونالډ ټرمپ وايي، له اروپا سره ملګرتیا غواړي، او پیاوړې اروپا د دوی غوښتنه هم ده.

ټرمپ وویل، ((زه ستاسې څرګندونو ته درناوی لرم، تاسې پوهیږئ چې زما غوښتنه څه ده، زه هم غواړم چې پیاوړې اروپا ولرو. دا موږ ته مهمه ده چې اروپا پیاوړې شي، او دا هغه څه دي چې موږ دواړه هیوادونه دا غوښتنه لرو.))

هلته په پاریس کې د نړۍ ګڼ نور مشران هم راټول شوي او چې د لومړۍ نړیوالې جګړې په سلمه یاد غونډه کې ګډون وکړي. دغو مشرانو له یو بل سره د غونډې په څنډه کې ځانګړې ناستې هم وکړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist