Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران کې د اسماعیل هنیه وژل کېدل؛ حماس د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی

ایران کې د اسماعیل هنیه وژل کېدل؛ حماس د غچ اخیستنې خبرداری ورکړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/01

د فلسطيني ادارې پخوانی لومړی وزیر او د فلسطین د اسلامي غورځنګ سیاسي دفتر مشر داکټر اسماعیل هنیه د جولای په ۳۱مه د ایران د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو کې له ګډون څو ساعته وروسته په خپل استونګنځي کې له یوه ساتونکي سره ترور شو.

پر اسماعیل هنیه د برېد مسوولیت چانه دی اخیستی او نه هم تراوسه پورې د ایران حکومت پلټنې بشپړې شوي خو د افغانستان په شمول ګڼو هېوادونو دا برېد غندلی دی.

حماس غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې دا برېد بزدلانه عمل بللی د ی او د غچ اخیستلو خبرداری یې ورکړی دی.

د خبرپاڼې یوه برخه:«  د حماس اسلامي مقاومت غورځنګ د فلسطین او عربو ملت، اسلامي نړۍ او ټولو ازادي غوښتونکو سره غمرازي کوي. د شهید مجاهد اسماعیل هنیه د ایران نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته په تهران کې په خپل کور کې د صهیونیسټانو په برید کې مړ شو. موږ به خدای او هغه ته ور ستانه شو،جهاد فتح یا شهادت دی.»

دحماس غورځنګ د هنیه د شهادت خبر د غزې په مسجدونو کې اعلان کړ.

د اسماعیل هنیه د مړینې خبر له اورېدو وروسته د هغه اینګور په یوه ویډیويي پیام کې وویل:«  له سترګو اوښکې بهیږي او زړونه غمجن دي.  زموږ پلاره! ستا پر جدایي غمجن یو.»

۶۲ کلن اسماعیل هنیه، د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و او ایراني ولسمشر مسعود پزشکیان  سره یې هم ولیدل.

 د ایران نوي ولسمشر لومړي مرستیال د اسماعیل هنیه ترور دولتي ترهګري بللې او پر نړیواله ټولنه یې نیوکه کړې چې د صهیونیسټانو په جنایتونو چوپ دي.

 ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه ډول بریېد به د فلسطین او ایران اړیکې لا  پياوړې کړي.

دغه وزارت زیاته کړې:«  تهران کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه شهادت د فلسطین ستر او ویاړلی ملت ته، د حماس غورځنګ او د فلسطین ټولو مقاومتي ډلو ته مبارکي وایم. د ایران د اسلامي جمهوریت او د فلسطین ترمنځ ژورې او نه ماتیدونکې اړیکې به دا غورځنګ لا پیاوړی کړي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۸ کال اسماعیل هنیه د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړ. تهران کې پر نوموړي له برېد وروسته د سپينې ماڼۍ یوه چارواکي امریکايي رسنیو ته ویلي، پر هنیه له برېد خبر دي.

سپینه ماڼۍ وايي:؛«  په تهران کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر د مشر هنیه د وژل کېدو له پېښې خبر یوو.»

د فلسطین ولسمشر محمود عباس د حماس غورځنګ سیاسي دفتر د مشر وژنه غندلې او دا یې یو بزدلانه عمل بللی دی.

د حوثیانو انصار الله غورځنګ بیا دا ترهګریز عمل بللی او ویلي یې دي چې دا یو جنایت او د جنګ له اصولو او قوانینو سرغړونه ده.

۶۲ کلن اسماعیل هنیه څوک و؟

  • هنیه په ۱۹۶۳ ز کال کې د فلسطین په غزې تړانګه کې نړۍ ته راغی.
  • د غزې په اسلامي پوهنتون کې یې زده کړې وکړې.
  • د ۲۰۰۶ کال کې د فلسطين ټاکنو کې بريالی او د فلسطين لسم لومړی وزیر شو او د ۲۰۰۷ کال د جون تر ۱۴ پورې د فلسطیني ادارې لومړی وزیر وه.

د اسماعیل هنیه کاري تجربې او فعالیتونه

  • د غزې د اسلامي پوهنتون د اداري بورډ پخوانی منشي

  • د غزې د اسلامي پوهنتون د اداري چارو پخوانی مشر

  • د غزې د اسلامي پوهنتون پخوانی اکاډمیک مشر

  • د غزې د اسلامي پوهنتون پخوانی غړی

  • د حماس غورځنګ د عالي کمیټې غړی

  • د غزې د اسلامي جمعیت د بورډ پخوانی غړی

  • او د لسو کلونو لپاره د غزې د اسلامي جمعیت کلب مشر پاتې شوی دی

اسماعیل هنیه د حماس غورځنګ یو له هغو مخکښو مشرانو و، چې پر غزې د اسرائیلو بریدونو کې یې ۳ زامن ، یوه خور او ۱۸ تنه د کورنۍ نور غړي یې له لاسه ورکړل.

دافغانستان اسلامي امارت دفلسطين له خاورې د حماس اسلامي غورځنګ دفاع اسلامي او انساني وجيبه ګڼلې او د د فلسطیني مسلمانانو نسل وژنه یې غندلې.

اسلامي ا مارت زیاته کړې:«  په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د فلسطين له سپېڅلي خاورې د حماس اسلامي غورځنگ دفاع اسلامي او انساني وجيبه گڼي او د يرغلگر صهيونيستي رژيم وحشتونه، بمبارونه او د فلسطیني مسلمانانو نسل وژنه په کلکو ټکو غندي، د دغه ستر مجاهد شهادت د اسلامي امت او جهادي کاروان لپاره لویه ضایعه بولي او یو ځل بیا له اغېزناکو لوريو په ځانگړې توگه له اسلامي او عربي نړۍ څخه په کلکه غوښتنه کوي، چې سیمه کې د صهیونیستي یرغل او وحشتونو په مخنیوي کې خپله ټوله هڅه وکړي.»

د افغانستان سرپرست حکومت زیاته کړې، چې د صهيونيستي رژيم د جنایتونو دوام به د سیمې هېوادونه لا بې ‌ثباته کړي، چې د هر ډول ناخوالو او بدو پایلو پړه به بیا د یرغلګرو صهيونيستانو او د دوی د ملاتړو پر غاړه وي.

ټاکل شوې ده، چې د اسماعیل هنیه جنازه نن پنجشنبه په تهران کې ادا او د جمعې په ورځ د اګست پر دویمه نېټه د قطر پلازمېنه دوحه کې خاورو ته وسپارل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو
نړۍ

د ټرمپ څرګندونو ته د مېلوني غبرګون: زه او ایټالیا هېچا ته زارۍ نه کوو

جون 22, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026

وروستي خبرونه

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

افغان او اروپايي ټولنې چارواکو پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې کړې

جون 25, 2026
کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

کابل کې د او.آی.سي دفتر مشر د سعودي عربستان له سفیر سره کتلي

جون 25, 2026
د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

د اتصالاتو مخابراتي شرکت خپل نوم او لوګو بدله کړه

جون 24, 2026
ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

ماه رنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورول شوې

جون 24, 2026
د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

امریکا او ایران د مذاکراتو تعقیب پر میکانیزم سلا شوي

جون 23, 2026
د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

د جلال اباد – تورخم دویم لین سړک قیر اچولو چارې ۲۲ میاشتو کې بشپړېږي

جون 22, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist