په سوریه کې د اسرائیلو هوايي برید له امله د ایران د سپاه پاسداران پنځه مهم غړي وژل شوي دي.
ایران؛ د سپاه پاسداران پر غړو برید تائید کړی او ویلي دي، برید د دمشق په المزه سیمه کې شوی او په کې د سوریې یو شمېر سرتېري هم وژل شوي دي.
له دې وړاندې ایراني رسنیو ویلي ول چې په دغه برید کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک یو مرستیال هم وژل شوی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني وايي، اسرائیل د غزې په جګړه کې کمزوري شوي او غواړي په سیمه کې بې ثباتي پراخه کړي.
کنعاني زیاته کړې:« موږ د اسرائیلو دا ډول بریدونه یرغلیز او پارونکي اقدامات ګڼو. اسرائیل په غزه کې کمزوري شوي او په سیمه کې د بې ثباتې هڅې کوي، چې ایران به یې په مناسب وخت او ځای کې ځواب ورکړي.»
اسرائیلو لا تر اوسه د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو څو ورځې وړاندې د دې هېواد لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو ایران په مخامخ برید هم ننګولی وه.
له دې سربېره نتنیاهو د امریکا او فلسطین هغه غوښتنه چې په غزې کې د حکومتولۍ چارې به د فلسطین حکومت ته سپارل کېږي، رد کړې.
هغه زیاتوي:« دا څوک وايي، چې موږ په ایران برید نه کوو؟ موږ به پر ایران برید کوو او هم مو ځواکونه چمتوو دي، چې په غزې کې له جګړې وروسته د دې ښار امنیت په خپله ونیسي.»
په ورته وخت کې د امریکا پوځي مرکزي قومانداني وايي، د عراق په لویدیځ کې د ایران ملاتړې اسلامي ډلې د امریکا پر پوځي هوايي ډګر ګڼ شمېر توغندي وېشتلي چې د یوه عراقي په ګډون یې څو امریکايي سرتېري ټپیان کړي.
یادې قوماندانۍ زیاته کړې:« د عراق په لویدیځ کې د عینالاسد پر پوځي هوايي ډګر د ایران ملاتړو اسلامي ډلو ګڼ شمېر بالیستیک توغندي او راکټونه وېشتلي. ځینې یې د هوايي ډګر په یوه برخه لګېدلي، چې د یو عراقي په ګډون یې څو تنه امریکايي پوځیان ټپیان کړي.»
له دې سره د فلسطین روغتیا وزارت بیا وایي، پر غزې تړانګه د اسرائیلي ځواکونو په تازه هوايي او ځمکنيو بریدونو کې چې په تېرو۲۴ ساعتونو کې یې د دې ښار په ګڼو سیمو ترسره کړي، له ۱۰۰ زیات کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي.
یاد وزارت زیاته کړې:« اسرائیلي ځواکونو خان یونس، رفح، جبالیه سیمو او د البیروج د کډوالو پر پندغالي په تېرو ۲۴ساعتونو کې خونړي بریدونه کړي، چې له ۱۰۰ زیات کسان په کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. اسرائیلو د بشري مرستو لارې تړلي او د دې ښار اوسېدونکي له سختې لوږې او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.»
بل خوا امریکا بیا وايي، په سره بحیره کې يې د یمن حوثي ملیشې پر وړاندې پنځم هوايي برید کړی او د دې ډلې دوه مهم غړي یې وژلي او د دې ډلې د کېښتیو ضد توغندی یې له منځه وړی دی.