Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوریه کې د ایران سپاه پاسداران مهم غړي وژل شوي

سوریه کې د ایران سپاه پاسداران مهم غړي وژل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/01/22

په سوریه کې د اسرائیلو هوايي برید له امله د ایران د سپاه پاسداران پنځه مهم غړي وژل شوي دي.

ایران؛ د سپاه پاسداران پر غړو برید تائید کړی او ویلي دي، برید د دمشق په المزه سیمه کې شوی او په کې د سوریې یو شمېر سرتېري هم وژل شوي دي.

له دې وړاندې ایراني رسنیو ویلي ول چې په دغه برید کې د سپاه پاسداران د قدس ځواک یو مرستیال هم وژل شوی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت  ویاند ناصر کنعاني وايي، اسرائیل د غزې په جګړه کې کمزوري شوي او غواړي په سیمه کې بې ثباتي پراخه کړي.

کنعاني زیاته کړې:« موږ د اسرائیلو دا ډول بریدونه یرغلیز او پارونکي اقدامات ګڼو. اسرائیل په غزه کې کمزوري شوي او په سیمه کې د بې ثباتې هڅې کوي، چې ایران به یې په مناسب وخت او ځای کې ځواب ورکړي.»

اسرائیلو لا تر اوسه د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو څو ورځې وړاندې د دې هېواد لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو ایران په مخامخ برید هم ننګولی وه.

له دې سربېره نتنیاهو د امریکا او فلسطین هغه غوښتنه چې په غزې کې د حکومتولۍ چارې به د فلسطین حکومت ته سپارل کېږي، رد کړې.  

هغه زیاتوي:« دا څوک وايي، چې موږ په ایران برید نه کوو؟ موږ به پر ایران برید کوو او هم مو ځواکونه چمتوو دي، چې په غزې کې له جګړې وروسته د دې ښار امنیت په خپله ونیسي.»

په ورته وخت کې د  امریکا پوځي مرکزي قومانداني وايي، د عراق په لویدیځ کې د ایران ملاتړې اسلامي ډلې د امریکا پر  پوځي هوايي ډګر ګڼ شمېر توغندي وېشتلي چې د یوه عراقي په ګډون یې څو امریکايي سرتېري ټپیان کړي.

یادې قوماندانۍ زیاته کړې:« د عراق په لویدیځ کې د عین‌الاسد پر پوځي هوايي ډګر د ایران ملاتړو اسلامي ډلو ګڼ شمېر بالیستیک توغندي او راکټونه وېشتلي. ځینې یې د هوايي ډګر په یوه برخه لګېدلي، چې د یو عراقي په ګډون یې څو تنه امریکايي پوځیان ټپیان کړي.» 

له دې سره د فلسطین روغتیا وزارت بیا وایي، پر غزې تړانګه د اسرائیلي ځواکونو په تازه هوايي او ځمکنيو بریدونو کې چې په تېرو۲۴  ساعتونو کې یې د دې ښار په ګڼو سیمو ترسره کړي، له ۱۰۰ زیات کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي.

یاد وزارت زیاته کړې:« اسرائیلي ځواکونو خان یونس، رفح، جبالیه سیمو او د البیروج د کډوالو پر پندغالي په تېرو ۲۴ساعتونو کې خونړي بریدونه کړي، چې له ۱۰۰ زیات کسان په کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. اسرائیلو د بشري مرستو لارې تړلي او د دې ښار اوسېدونکي له سختې لوږې او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.»

بل خوا امریکا بیا وايي، په سره بحیره کې يې د یمن حوثي ملیشې پر وړاندې پنځم هوايي برید کړی او د دې ډلې دوه مهم غړي یې وژلي او د دې ډلې د کېښتیو ضد توغندی یې له منځه وړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي
نړۍ

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر پر ایران د فشار زیاتولو لپاره بېجېنګ ته ځي

مې 12, 2026

وروستي خبرونه

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

د مالګې له نا معیاري استخراج شکایتونه: د تخار خلک وايي ځمکې او حاصلات یې زیانمن شوي

جون 15, 2026
د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

د تاجیکستان بهرنیو چارو وزارت : د منځنۍ اسیا ثبات په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره تړاو لري

جون 14, 2026
پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پنجشېر کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت زمرد وپلورل شول

جون 11, 2026
بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

بلخ کې د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت د استوګنیزو او سوداګریزو ودانیو چارې روانې دي

جون 11, 2026
خلیلزاد: پاکستان غواړي له پخوانیو افغان چارواکو تبلیغاتي ګټه واخلي

خلیلزاد: پر ملکي وګړو بریدونه د افغانستان او پاکستان ستونزه نه شي هوارولی

جون 11, 2026
د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

د بشري حقونو نړیوال بنسټ د جرمنو له نړیوالې محکمې غوښتي چې د پوځي رژیم بریدونه وڅېړي

جون 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist