امریکا کې د یهودانو په عباد ځای کې ډزو ۱۱ تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پینسلوانیا ایالت کې په دغه عبادت ځای کې پر پیښې خواشیني ښودلې ده.
امریکا کې ګڼو مذهبي مشرانو په عبادت ځایونو کې د دا ډول مرګوني حرکت غندنه کړې او دا یې له انساني پلوه له وحشته ډک کار بللی دی.
دا ډزې چې په پیټرس بورګ کلیسا کې شوي د ګڼو کسانو غبرګون یې راپارولی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي دا یوه نه بښوونکې او له وحشت ډکه پیښه ده چې ټول یې اندیښمن کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، (( داسې ډله ییزې وژنې له وحشت ډک کار دی. زما اوس هم باور نه کیږي ، دا له تصور پورته پیښه ده. ټول خلک یې حیران کړي چې په یوه عبادت ځای کې څنګه داسې پیښه رامنځ ته کیږي. دا یوه رخصت ورځ وه چې خلک دغه عبادت ځای کې راټول شوي وو.))
ټرمپ په پیښه کې د ملکي وګړو د وژنو د څيړنو لپاره د ځانګړو تحقیقاتو امر وکړ.
هغه له ولس وغوښتل چې ټول په یوه غږ د کرکې او نفرت پر وړاندې پورته شي او غندنه یې وکړي.
ټرمپ وویل، ((موږ پر دغه پیښه خواشیني یو، هغه څه چې نن وشول دا سبا هم کیدونکي دي، موږ باید د خپل راتلونکي امنیت په موخه د داسې پیښو مخه ونیسو. موږ ټول باید په ګډه د کرکې او نفرت پر وړاندې راپورته شو. موږ ارام یو نو ددې خو دا مطلب نشو چې مبارزه نشو کولای.))
بل لور ته د کلیسا پادریان دا یوه سخته بده پیښه بولي او په مذهبي ځایونو کې د داسې فعالیتونو مخالفت کوي.
امریکايي پادري بنیامین سندریو وویل، ((نن زموږ زړونه له غمونو ډک دي، نن دا ورځ چې مذهبي ارزښت لري، پر موږ غمجنه ده، د عبادت غږونه د ډزو پر غږونو خاموشه شوې دي.))
امریکا کې له اوږدې مودې راهیسې په ښوونځيو او پوهنتونو کې ډزې کیږي چې لسګونه زده کوونکي په کې وژل کیږي خو په عبادت ځایونو کې داسې پیښې بې سارې ګڼل کیږي.