Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

وسله وال کس په امریکا کې ۱۱ کسان ووژل

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/28

امریکا کې د یهودانو په عباد ځای کې ډزو ۱۱ تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پینسلوانیا ایالت کې په دغه عبادت ځای کې پر پیښې خواشیني ښودلې ده.

امریکا کې ګڼو مذهبي مشرانو په عبادت ځایونو کې د دا ډول مرګوني حرکت غندنه کړې او دا یې له انساني پلوه له وحشته ډک کار بللی دی.

دا ډزې چې په پیټرس بورګ کلیسا کې شوي د ګڼو کسانو غبرګون یې راپارولی دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي دا یوه نه بښوونکې او له وحشت ډکه پیښه ده چې ټول یې اندیښمن کړې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، (( داسې ډله ییزې وژنې له وحشت ډک کار دی. زما اوس هم باور نه کیږي ، دا له تصور پورته پیښه ده. ټول خلک یې حیران کړي چې په یوه عبادت ځای کې څنګه داسې پیښه رامنځ ته کیږي. دا یوه رخصت ورځ وه چې خلک دغه عبادت ځای کې راټول شوي وو.))

ټرمپ  په پیښه کې د ملکي وګړو د وژنو د څيړنو لپاره د ځانګړو تحقیقاتو امر وکړ.

هغه له ولس وغوښتل چې ټول په یوه غږ د کرکې او نفرت پر وړاندې پورته شي او غندنه یې وکړي.

ټرمپ وویل، ((موږ پر دغه پیښه خواشیني یو، هغه څه چې نن وشول دا سبا هم کیدونکي دي، موږ باید د خپل راتلونکي امنیت په موخه د داسې پیښو مخه ونیسو. موږ ټول باید په ګډه د کرکې او نفرت پر وړاندې راپورته شو. موږ ارام یو نو ددې خو دا مطلب نشو چې مبارزه نشو کولای.))

بل لور ته د کلیسا پادریان دا یوه سخته بده پیښه بولي او په مذهبي ځایونو کې د داسې فعالیتونو مخالفت کوي.

امریکايي پادري  بنیامین سندریو وویل، ((نن زموږ زړونه له غمونو ډک دي، نن دا ورځ چې مذهبي ارزښت لري، پر موږ غمجنه ده، د عبادت غږونه د ډزو پر غږونو خاموشه شوې دي.))

امریکا کې له اوږدې مودې راهیسې په ښوونځيو او پوهنتونو کې ډزې کیږي چې لسګونه زده کوونکي په کې وژل کیږي خو په عبادت ځایونو کې داسې پیښې بې سارې ګڼل کیږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد

ملګري ملتونه: د میلیونونو کډوالو ورستنېدو بشري مرستو ته اړمن افغانان لا اړمن کړي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist