Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستاني طالبانو د يوې لارې يوه کمربند پروژو کې د ماليې غوښتنه کړې

پاکستاني طالبانو د يوې لارې يوه کمربند پروژو کې د ماليې غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/11/28

په داسې حال کې چې پاکستان د يوې لارې يوه کمربند په چوکاټ کې د سپيک يا د چين او پاکستان اقتصادي کوريډور تر چتر لاندې پروژې تطبيق کوي، تازه د تحريک طالبان پاکستان (ټي‌.ټي.‌پي) ډلې په يادو پروژو کې له پاکستان د ۵ سلنې ماليې غوښتنه کړې.

د يادې ډلې يوه قوماندان فیصل په یوه خپره کړې ویډیو کې ويلي،  د پاکستان حکومتي چارواکي دې په يادو پروژو کې د دوی دماليه په پام کې ونيسي، که نه د يادو پروژو تطبيق ته به اجازه ور نه کړي او کار کوونکي به يې پر نښه کړي.

هغه زیاته کړې: « موږ ته دې خپله مالیه ادا کړي په هر ځای کې پنځه سلنه زموږ حساب دی، حکومت دې د تحریک طالبان پاکستان له مجاهدینو سره خبرې وکړي، زه د فیصل په نامه د تحصیل ولسوالۍ په سطحه دلته مدیر یم، نو له ما سره دې خبرې وکړي بیا دې ښه په ارامه خپل خلک رالېږي. زموږ له ټولو افسرانو دا هېله ده تر هغې دې دلته نه راځي ترڅو یې چې له موږ سره خبرې نه وي کړي، زموږ شمېرې دې واخلي او رابطه دې کوي چې کله راځي، که نه نو بیا که دلته کوم زیان ور ورسېده موږ یې هېڅ مسوول نه یو.»

کارپوهان د يوې لارې يوه کمربند په اړوند پروژو کې چې د پاکستان تر کنټرول لاندې حدودو کې پلي کېږي، د تحريک طالبان پاکستان له لوري د ماليې غوښتنه د يادې ډلې قوت يادوي.

دوی په دې باور دي که ياده ډله له پاکستان باج ګيرۍ ته دوام ورکړي ښايي په راتلونکې کې د پاکستان د بقا راتلونکی له سوال سره مخ شي.

 د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « د ټی.ټي.پي په هکله ویلی شم له دوی به په پاکستان کې یو لوی قوت جوړېږي او د نظام د ړنګولو توانايي به دوی کې پيدا کېږي، ځکه چې خپله د پنجاب استخباراتو او جنرالانو کړنې د پښتنو او بلوڅانو پر وړاندې د جنګ بستر ته لار هواروي، دوی د بلوڅانو عزت ته هم لاس اچولی او د پښتنو عزت او شملو ته یې هم لاس اچولی دی نو د دوی خپلې کړنې دي چې دغه زېږنده حالات چې تاسې ګورئ رامځته کړي او دا هر څه د پاکستان د استخباراتو، سیاست مدارانو او جنرالانو د کړنو له امله دي.»

خو ځینې نور دې مسلې ته د شک په سترګه ګوري او زیاتوي، چې پاکستان په لوی لاس وضعيت مهندسي کوي او غواړي چې له فرضي کرښې پورې غاړه په قبايلي سيمو کې مطرح او ملت‌پاله اشخاص په نښه او له منځه يې يوسي.

 د پوځي چارو کارپوه احمد خان اندړ وايي: « دلته دوې خبرې دي یا دا چې خپله (ټي.تي.پي) ډېره ځواکمنه شوې ده او هڅه کوي د پاکستان حکومت په مقابل کې ځېني ګواښونه وکړي او یا د پاکستان پوځ او استخبارات له پخوانیو ستراتیژيو کار اخلي او هڅه کوي دلته ترهګري قوي وښيي او له نړیوالې ټولنې پیسې ترلاسه کړي، بلې خوا په پښتني سیمو کې بیا د دوی پوځ عملیات ترسره کړي، پښتانه وځپي او له همدې لارې خپلو موخو ته ورسېږي.»   

په دې وروسیو کې پر پاکستاني ځواکونو او د دوی پر اهدافو د تحریک طالبان پاکستان ډلې بريدونه زيات شوي او په قبايلي سيمو کې يې ځينې سيمې تر کنټرول لاندې کړي دي.

 خو پاکستان بيا د دې هرڅه پړه پر افغانستان ور اچولې، چې د افغانستان سرپرست حکومت دا ډول ادعاوې بې اساس ګڼلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist