د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د ۲۰۱۸ اګیست میاشتې څخه د ۲۰۲۲ اپریل میاشتې پورې د پاکستان د ۲۲تم لومړی وزیر وه،خو روسيې ته یې له سفر کولو وروسته ورځ بده شوه.
دا چې روسیه پر اوکراین د برید له امله د نړیوالو له سختو نیوکو او بندیزونو سره مخ ده،نو د عمران خان او پوتین ناسته د خان د واک د زوال لامل شوه.
له واکه د خان ګوښه کیدو وروسته، پر نوموړي د فساد، ترهګرۍ په ملاتړ او پاکستان کې د بې ثباتۍ په ګډون په شااوخوا ۱۲۱ قضیو تورن شو.
دغه قضیې چې ډېری یې د فساد دي، د پاکستان دولت یې څو ځله د وضاحت غوښتنه او د عمران خان په کور یې چاپې هم ووهلې،خو پولیس بریالي نه شول چې هغه ونیسي.
وړمه ورځ عمران خان داسې مهال ونیول شو،چې نوموړی د اسلام اباد په یوه محکمه کې حاضر شوی وو.
که څه هم لا نه ده څرګنده،چې عمران خان به د څومره وخت لپاره بند کې پاتې شي،خو دولتي سرچینې د پاکستان ډان رسنۍ ته ویلي،چې څلور یا پنځه ورځې به خان له دوی سره وي خو د خوشي کیدو په تړاو يې ښکاره کوم څه نه دي ویلي.
د اسلام اباد پولیسو د لاریون کوونکو په اړه ویلي، دوی دولتي او شخصي ملکیتونه سوځولي او نیولي او د لارې مسافر ځوروي.
پولیسو زیاته کړې:« د تحریک انصاف پلویانو په اسلام اباد کې دولتي موټرې سوځولي او یو شمېر یې په خپله ولکه کې اخېستي، شنو سیمو ته داخل شوي، لاریون کوونکو ونې سوځولي او په د لویو لارو مسافر ځوروي،چې له ځینو سره وسلې او پیټرول بمونه هم شته دي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي په یوه ویډیو پيغام کې ویلي، چې عمران اوس د هغه چا په بند کې دی،چې د مرګ ګواښ ورته له دوی متوجې و او دی.
هغه زیاته کړې:« عمران خان اوس د هغو کسانو په بند کې دی،چې د چا لخوا یې ژوند ته ګواښ وه او دا د لویې اندېښنې وړ خبره ده. دویمه خبره دا ده،چې د پنجاب حکومت په دې موضوع کې پنجاب دخیل کړی دی او له هغوی یې مرسته غوښتې ده،چې دا د قانون خلاف کار دی.»
بل خوا د عمران خان د نیول کیدو له امله په ټول پاکستان کې لاریونونه پیل شوي،چې په تاوتریخولي اوښتي دي.
که څه هم عمران خان ته نږدې کسانو د سوله ییزو لاریونونو د دوام خبر ورکړی دی،خو اصل کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتې شوي دي،چې ۱۰ کسان په کې وژل شوي او زرګونه کسان نیول شوي هم دي.
په پاکستان کې د تحریک انصاف واکمنۍ پرمهال هم سیاسي ګوندونو پر مشرانو د فساد او له واکه د ناوړې استفادې تورنه ول، چې ډېری یې د محکمو تر دروازو هم ورغلل.
بل خوا د عمران خان زرګونه پلویان بهرنیو هېوادونو کې سړکونو او د پاکستان سفارتونو ته تللي او د هغه د خوشي کیدو غوښتنه یې کړې.
عمران خان څو میاشتې وړاندې د پاکستان اوسني چارواکو پرضد لاریون پرمهال نامعلوم کس له لورې په ډزو ټپي شوی وه.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د عمران خان د نیولو هرکلی کړی او ژمنه یې کړې،چې د لوټمارانو پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله د خان د شکنجه کولو راپورنه رد کړي او ویلي دي،چې ښه حالت کې به ساتل کیږي.