Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان کې د عمران خان نیول کېدو ګډوډۍ رامنځته کړي

پاکستان کې د عمران خان نیول کېدو ګډوډۍ رامنځته کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2023/05/11

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان چې د ۲۰۱۸ اګیست میاشتې څخه د ۲۰۲۲ اپریل میاشتې  پورې د پاکستان د ۲۲تم لومړی وزیر وه،خو روسيې  ته یې له سفر کولو وروسته ورځ بده شوه.


دا چې روسیه پر اوکراین د برید له امله د نړیوالو له سختو نیوکو او بندیزونو سره مخ ده،نو د عمران خان او پوتین ناسته د خان د واک د زوال لامل شوه.

له واکه د خان ګوښه کیدو وروسته، پر نوموړي  د  فساد، ترهګرۍ په ملاتړ او پاکستان کې د بې ثباتۍ په ګډون په شااوخوا ۱۲۱ قضیو تورن شو.


دغه قضیې چې ډېری یې د فساد دي، د پاکستان دولت یې څو ځله د وضاحت غوښتنه او د عمران خان په کور یې چاپې هم ووهلې،خو پولیس بریالي نه شول چې هغه ونیسي.

وړمه ورځ عمران خان داسې مهال ونیول شو،چې نوموړی د  اسلام اباد په یوه محکمه کې حاضر شوی وو.

که څه هم لا نه ده څرګنده،چې عمران خان به د څومره وخت لپاره بند کې پاتې شي،خو دولتي سرچینې د پاکستان ډان رسنۍ ته ویلي،چې څلور یا پنځه ورځې به خان له دوی سره وي خو د خوشي کیدو په تړاو يې ښکاره کوم څه نه دي ویلي.

 د اسلام اباد پولیسو د لاریون کوونکو په اړه ویلي، دوی دولتي او شخصي ملکیتونه سوځولي او نیولي او د لارې مسافر ځوروي.

پولیسو زیاته کړې:«  د تحریک انصاف پلویانو په اسلام اباد کې دولتي موټرې سوځولي او یو شمېر یې په خپله ولکه کې اخېستي، شنو سیمو ته داخل شوي، لاریون کوونکو ونې سوځولي او په د لویو لارو مسافر ځوروي،چې له ځینو سره وسلې او پیټرول بمونه هم شته دي.»


د پاکستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي په یوه ویډیو پيغام کې ویلي، چې عمران اوس د هغه چا په بند کې دی،چې د مرګ ګواښ ورته له دوی متوجې و او دی.

هغه زیاته کړې:« عمران خان اوس د هغو کسانو په بند کې دی،چې د چا لخوا یې ژوند ته ګواښ وه او دا د لویې اندېښنې وړ خبره ده. دویمه خبره دا ده،چې د پنجاب حکومت په دې موضوع کې پنجاب دخیل کړی دی او له هغوی یې مرسته غوښتې ده،چې دا د قانون خلاف کار دی.»


بل خوا د عمران خان د نیول کیدو له امله په ټول پاکستان کې لاریونونه پیل شوي،چې په تاوتریخولي اوښتي دي.

که څه هم عمران خان ته نږدې کسانو د سوله ییزو لاریونونو د دوام خبر ورکړی دی،خو اصل کې د لاریون کوونکو او پولیسو ترمنځ نښتې شوي دي،چې ۱۰ کسان په کې وژل شوي او زرګونه کسان نیول شوي هم دي.


په پاکستان کې د تحریک انصاف واکمنۍ پرمهال هم سیاسي ګوندونو پر مشرانو د فساد او له واکه د ناوړې استفادې تورنه ول، چې ډېری یې د محکمو تر دروازو هم ورغلل.

بل خوا د عمران خان زرګونه پلویان بهرنیو هېوادونو کې سړکونو او د پاکستان سفارتونو  ته تللي او د هغه د خوشي کیدو غوښتنه یې کړې.


عمران خان څو میاشتې وړاندې د پاکستان اوسني چارواکو پرضد لاریون پرمهال نامعلوم کس له لورې په ډزو ټپي شوی وه.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د عمران خان د نیولو هرکلی کړی او ژمنه یې کړې،چې د لوټمارانو پر وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.


په ورته وخت کې د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله د خان د شکنجه کولو راپورنه رد کړي او ویلي دي،چې ښه حالت کې به ساتل کیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي
نړۍ

کشمیر کې د پاکستاني ریاست ضد لاریونونو پرمهال لسګونه کسان وژل شوي

جولای 30, 2026
د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي
نړۍ

د پاکستان اټومي وسلو د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

جولای 28, 2026
پاکستاني چارواکو کابل کې د علماوو له وروستۍ فتوا هرکلی کړی
نړۍ

اسحاق ډار: پاکستان کې په تېر یوه کال کې له ۲ زرو امنیتي پېښې شوې

جولای 26, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو
نړۍ

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نړۍ

کراچۍ کې د رنجرز ځواکونو پر مرکز برید؛ ګڼو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

جون 29, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist