Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/26

د ازبېکستان لومړي وزیر مرستیال وايي، د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت له چارواکو سره یې په انلاین کنفرانس کې د دواړو هېوادونو پر ګډو اقتصادي همکاریو خبرې کړې.

د جمشید خواجه‌یف په خبره، له تېرو څو کلونو راهیسې له افغانستان سره د ګډې سوداګرۍ کچه تر ۱.۷ میلیارد ډالرو رسېدلې او د زیاتوالي لپاره یې تازه پر عملي اقداماتو هوکړه شوې.

نوموړي زياتوي، نویو هوکړو ته د رسېدنې په موخه به ډېر ژر د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره ګډ اقتصادي مکانېزمونه رامنځته شي.

د ازبېکستان لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یف زیاته کړې: « ازبېکستان له افغانستان سره دوستانه او رغنده اړیکو ته ارزښت ورکوي. په تېرو پنځو کلونو کې د دواړو لوریو ترمنځ ګډه سوداګري څه باندې دوه برابره لوړه شوې. په ۲۰۲۱ زېږدیز کال د ګډې سوداګرۍ کچه ۶۵۳ میلیون ډالر وه، حال دا چې په ۲۰۲۵ زېږدیز کال ۱.۷ میلیون ډالرو ته رسېدلې او زموږ ګډه موخه، ۵ میلیارد ډالرو ته لوړول دي.»

په ورته مهال، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، له څو کلونو راهیسې له ازبېکستان سره د سوداګرۍ کچه په تدریجي ډول لوړه شوې. د صنعت او سوداګرۍ وزیر د ازبېکستان لومړي وزیر مرستیال د څرګندونو په تاییدولو سره وايي، دواړه لوري به د ۵ میلیارد ډالرو کچې ته د سوداګرۍ رسولو په موخه عملي اقدامات ډېر ژر پیل کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي: « د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ډېرو مهمو مسایلو بحث وشو، په ځانګړې توګه د تجارت، ټرانزیټ او دوه اړخیزې راکړه ورکړې د کچې لوړولو په اړه جدي بحثونه وشول او هوکړې ترسره شوې. همدارنګه هوکړه شوې چې په دې اړه به ډېر ژر په یوه مینوت لاسلیک هم وکړو.»

بله خوا، شنونکي د کابل او تاشکند ترمنځ د غوره اقتصادي اړیکو دوام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ زیاتوالي لپاره اړين بولي. د دوی په خبره، له ازبېکستان سره د سوداګرۍ زیاتېدل به افغان سوداګرو ته د بدیلو لارو په توګه ښه فرصتونه رامنځته کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « له ازبېکستان سره د اړیکو پر پیاوړي کولو باید نور هم تمرکز وشي او ترڅنګ یې باید له نورو هېوادونو سره هم د اړیکو پر جوړولو او پراخولو کار وشي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزیر دا هم ویلي چې د دواړو هېوادونو په سوداګرۍ کې به معدني، صنعتي توکي او درمل هم شامل کړي او د سوداګرۍ دوه اړخیزه حجم به نور هم پراخ کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist