د ریاست الوزرا مقام د دفتر رییس په افغانستان کې د قزاقستان له سفیر سره لیدنه کې پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې کړې.
له ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې د ملا عبدالواسېع له قوله لیکل شوي چې په هېواد کې شته امنیت د اقتصادي فعالیتونو پراختیا او پانګونې ته ښه زمینه برابره کړې ده.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، د مقام د دفتر رییس د افغانستان په ځان بساینه د اسلامي امارت لومړیتوب یاد کړ.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د قزاقستان سفیر له افغانستان سره د ښو او تاریخي اړیکو یادونه وکړه او وویل، دوی د دویم کور په توګه له افغانستان سره د خپل هېواد د اړیکو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي. نوموړي زیاته کړه، دا مهال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري په کال کې شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالره ده او هېواد یې غواړي د سوداګرۍ، پانګونې او پراختیا له لارې دغه کچه شاوخوا درې میلیارد ډالرو ته ورسوي. همدارنګه ډاکټر عبدالواسېع وویل، افغانستان کې د امنیت ټینګښت د اقتصادي فعالیتونو پراختیا او پانګونې ته ښه زمینه مساعده کړې او اسلامي امارت له دې فرصت څخه په استفادې د افغانستان ځان بسیاینې ته د مهم لومړیتوب په سترګه ګوري.»
نوموړي زیاته کړې، قزاقستان نه یوازې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا لري بلکې د تور غونډۍ – هرات او کندهار – سپین بولدک اوسپنې پټلۍ پروژو کې هم۵۰۰ میلیونه امریکایي ډالرو پانګونې ته چمتوالی لري.
د دوی په خبره، د قزاقستان چارواکي افغانستان نور ګواښ نه بولي بلکې د سوېلي اسیا بازارونو ته د لاسرسي لپاره یې یو فرصت ګڼي.
اقتصادي شنونکي له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول له استانې سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: « قزاقستان هغه دروازه ده چې کولی شي افغانستان له اروپا سره ونښلوي. همدارنګه قزاقستان اړتیا لري چې له افغانستان سره د زېربناوو، کرنې او انرژۍ په برخه کې ګډه پانګونه وکړي.»
قزاقستان لومړنی هېواد و چې د اسلامي امارت نوم یې د ممنوعه ډلو له نوملړه و ایست. دوی د دې کار موخه له کابل سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا وبلله.
بل پلو، د نړیوالو اړیکو شنونکي د افغانستان او د منځنۍ اسیا او په ځانګړي ډول د قزاقستان ترمنځ پیاوړې اړیکې د کابل په ګټه بولي او تمه لري چې د دواړو هېوادونو اړیکې لا پیاوړي شي.
دوی دا غوښتنه هم کوي چې قزاقستان دې اوسنی حکومت په رسمیت وپېژنې.
د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « له سیمه ییزو هېوادونو سره اړیکې د امنیت، اقتصادي ودې، فرهنګي تعامل او نړیوال نفوذ د پیاوړتیا سبب ګرځي. د افغانستان لپاره دا اړیکې مهمې دي او کولی شي د دوامداره پرمختګ او ثبات زمینه برابره کړي.»
د اقتصاد وزارت چارواکي د منځنۍ اسیا له ټولو هېوادونو او په ځانګړي ډول له قزاقستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ښې بولي او غوښتنه کوي چې د اسلامي امارت له خوا رامنځته شویو شرایطو څخه په ګټه اخستنې، د افغانستان په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: « په ۲۰۲۵ کال له قزاقستان سره د افغانستان تجارت د ۵۶۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت و چې له ډلې یې ۵۵ میلیون ډالره صادرات او ۵۱۰ میلیون ډالره هم واردات وو. قزاقستان ته په لویو صادراتي توکو کې د مېوې اوبه، نا الکولي څښاک، کشمش، سبزیجات، پیاز، بخار دېګونه او انګور شامل دي. په سترو وارداتي توکو کې د غنمو اوړه، آهن چادر، زغر، غنم، د صنعتي فابریکو خام مواد، کیمیاوي کود، مایع ګاز او هګۍ شاملې دي.»
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري وايي: « د قزاقستان په ګډون د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان اړیکې د پراختیا په حال کې دي. موږ له دوی سره پراخه تجارتي، اقتصادي او ټرانزیټي راکړه ورکړه لرو.»
د کابل او استانې ترمنځ اړیکې پراخې شوې دي او قزاقستان د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته هم په کابل کې خپل سفارت نهدی تړلی او خپلو ډېپلوماټیکو فعالیتونو ته یې دوام ورکړی.
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې د وروستیو کلونو په ځانګړې توګه په تېر ۲۰۲۵ او روان ۲۰۲۶ کلونو کې د پام وړ پراخې شوې چې د کلنۍ راکړې ورکړې ارزښت یې د ۴۳۰ میلیونه امریکايي ډالروڅخه اوښتی.
قزاقستان په افغانستان کې د بنسټیزو پروژو، کانونو، صنعت او انرژۍ په سکټورنو کې پانګونې ته لېواله دی.