ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ د ټرانزیټي واټن را لنډولو هڅې پیل کړې. د اسلامي امارت مشرانو د پرله پسې هڅو په پایله کې ازبېکستان د چین او افغانستان ترمنځ د رېل ګاډي د نوې پټلۍ غځولو کار پیل کړی دی.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې، د رېل ګاډي دغه نوې پټلۍ د چین د کاشغر ښار او ازبېکستان د اندیجان ولایت ترمنځ غځول کېږي.
د دوی په خبره، د یادې پټلۍ له غځېدو سره به نه یوازې د افغانستان ټرانزیټي اهمیت لوړ شي بلکې د افغانستان او چین ترمنځ به شاوخوا دوه زره کیلومټره واټن را لنډ او د توکو د انتقال لګښتونه به هم تر۴۰ سلنې پورې راټیټ شي.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید وايي: « د چین له کاشغر څخه د اندیجان تر قوش سیمې پورې د اوسپنې پټلۍ خط باندې کار پيل شوی او تر راتلونکو دوه یا درېیو کالو کې به بشپړ شي. له دې سره به د افغانستان او چین ترمنځ نوی نښلونکی مسیر رامنځته شي. دا مسیر به د اوسني مسیر په پرتله ۲۰۰۰ کیلومټره لنډ وي او په دې سره د توکو په بیو کې ۴۰ سلنه کمښت راشي.»
په ورته مهال، اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د رېل ګاډي د دې پټلۍ غځولو چارو په بشپړېدو سره به، افغانستان د سیمې هېوادونو په ټرانزیټي څلورلارې بدل شي.
د دوی په باور، د اقتصادي نښلولو دغه ستره پروژه به وکولی شي د کورنیو تولیداتو لپاره د نوي بازارونو دروازې پرانیزي او د صادراتو کچه به هم لوړه شي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي: « هرڅومره چې موږ نږدې بدیلې لارې ډېرې ولرو، کولی شو د وخت او لګښتونو سپما وکړو. که موږ په دې بریالي شو چې له نږدې لارو څخه له چین سره وصل شو، دا به د افغانستان په ګټه وي.»
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « اوس چې پاکستان سره زموږ تجارت بند او ټرانزیټ هم صفر شوی، د دې بدیلې لارې جوړېدل به افغانستان ته ډېرې اقتصادي ګټې ولري.»
بله خوا، د بلخ خصوصي سکټور سرچینې وايي، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ پراخېدو په موخه، د حیرتان بندر د ۲۴ ساعته فعالیت لپاره یې له ازبېکستاني چارواکو سره هوکړه کړې.
د دوی په خبره، د حیرتان بندر له شپه او ورځ فعالیت سره به د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د راکړه ورکړې کچه له څه باندې ۱۰۰ واګونونو څخه تر ۱۰۰۰ واګونونو پورې لوړه شي.
د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال هارون رشید په دې اړه وايي: « له دې وړاندې په حیرتان بندر کې د واګونونو د تخلیې کچه د هرې ورځې لپاره ۱۰۰ واګونه وه او په کې یوازې د مازدیګر تر پنځو بجو فعالیت کېده، خو اوس به دلته فعالیت ۲۴ ساعته وي او ورسره به د واګونونو د تخلیې او بارګیرۍ کچه د هرې ورځې په کچه ۱۰۰۰ واګونو ته ورسېږي.»
افغان سوداګر اقتصادي وده کې د ازبېکستان وروستي اقدامات یو مهم پرمختګ بولي او په خبره یې، یاد هېواد کولی شي افغانستان د نړیوالو سوداګریزو دهلېزونو په مرکز بدل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې همدې روانه اوونۍ کې د افغان او ازبېک چارواکو له خوا بېلابېلو برخو کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۳۸ هوکړې لاسلیک شوې دي.