Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/25

د اقتصادي ځان بسیاینې د هڅو په دوام، دا ځل بلخ ولایت کې د نفتي سیمو اکتشاف.

د بلخ ولایت حیرتان دو راهي د افغان- تاجیک نفتي حوزه کې د محمد جان ډګر نفتي بلاک کې تازه د یوه ازبېکستاني شرکت له خوا د نفتو سروې او څېړنې چارې پیل شوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وایي، د بلخ ولایت په افغان- تاجیک نفتي ساحه کې د محمدجان ډګر، احمد اباد او شمر نفتي بلاکونه دي چې ټولټال څه باندې ۷۶۰۰ کیلومټره مربع مساحت لري.

په دې درېیو ساحو کې به زر کیلومټره د نفتو او ګازو موندلو په موخه د راتلونکي یوه کال په موده کې د سروې او اکتشاف چارې ترسره شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د هایدروکاربن سروې چارو رییس عبدالخلیل وايي: « د احمداباد بلاک چې شاوخوا ۱۸۵۵ کیلومټره مربع مساحت لري؛ محمد جان ډګر بلاک چې ۳ زره ۶۰۸ کیلومټره مربع مساحت لري او شمر بلاک چې ۲ زره ۱۵۴ کیلومټره مربع مساحت لری. د درې واړو بلاکونو ټول مساحت ۷ زره ۶۱۷ کیلومټره مربع کېږي.»

په همدې حال کې د ازبېکستان قراردادي شرکت مسوولین وایي، له افغان چارواکو سره د شوي هوکړه لیک له مخې  به د دوه اړخیزې همکارۍ په ترڅ کې د نفتي ساحو  له سروې سربېره، د جیوفزیکي فعالیتونو په پلي کولو، د تخنیکي مهارتونو لېږدولو،  د تېلو او ګازو د سرچینو استخراج او ځایي خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو هم کار وکړي.

د ازبېکستان قراردادي شرکت مسوول خیت بای امانوف وايي: « ازبېکستان چمتو دی چې افغانستان کې د اقتصاد پیاوړتیا برخه کې لازیاته همکاري وکړي. دا چې نن د افغان- تاجیک نفتي حوزې زر کلیومټره ساحې سروې او څېړنې پرانسته کېږي، د دواړو هیوادونو د نېکو روابطو، ښه ګاونډي توب یوه بېلګه یې بللی شو.  زموږ دا همکاري به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې کړي.»

بله خوا، د اسلامي امارت چارواکي د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر ټینګښت ټینګار کوي او په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د همکاریو د پراختیا ډاډ ورکوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: « په افغانستان کې رامنځته شوی فرصت، امنیت، بډایه زېرمې  او د اسلامي امارت اقتصاد محور پالیسي ټولو هېوادونو، شرکتونو او پانګوالو ته ښه فرصت دی. موږ ټولو ته بلنه ورکوو چې راشي او د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.»

د بلخ والي مرستیال نورالهادي ابو ادریس وايي: « تاسو خپل کار په پوره اطمینان او ډاډ سره مخته یوسی. ستاسو امنیت او اړتیاوې به پوره شي.»

افغان– تاجیک حوزه یو پراخ جیولوژیکي جوړښت دی چې د څو شمالي ولایتونو ترمنځ غځېدلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې،  د افغان- تاجیک نفتي حوزې مساحت شاوخوا ۵۷ زره کیلومټره مربع دی او ۱۱ نفتي بلاکونه لري چې کولی شي د هېواد په اقتصادي پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist