Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/26

د هلمند د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د پاکستاني لارو تړل کېدو افغان سوداګرو ته فرصت په لاس ورکړ چې له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو په پراخولو، ځان د پاکستان له انحصاره خلاص کړي. 

د دې خونې چارواکي وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو افغان سوداګرو ته نوي فرصتونه برابر کړي او توانېدلي چې له نورو هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.

دوی زیاتوي، بنګله دېش، ترکیه او ایران د پنبې درې ستر بازارونه دي چې اوسمهال د هلمند پنبه له پاکستان څخه په لوړه بیه پېري.

د هلمند سوداګرۍ خوني رییس غلام یحی پښتون وايي: « د پاکستان په ځای مو له بنګله دېش سره د پنبې خبره کړې، له ترکیې سره مو کړې؛ ایران ته عملا ً د پنبې صادرات پيل شوي او په نورو بدیلو لارو هم کار کوو. له پاکستان سره د لارو بندېدل د افغانستان په زیان نه بلکې په ګټه دی؛ ځکه چې موږ د پاکستان له انحصار ځان خلاص کړ او بدیلې لارې مو پیدا کړې. موږ اوس خپل توکي او تولیدات په ډېره لوړه بیه نورو هېوادونو ته صادروو.»

د پښتون په خبره، افغانستان په وچه کې ایسار هېواد په توګه د ټرانزیټ حق لري او پاکستان مجبور دی چې افغان سوداګرو ته له خپلو لارو د سوداګرۍ اجازه ورکړي.

نوموړی په افغانستان کې د پانګونې لپاره د زمینې برابرېدو خبره کوي او له پانګوالو غواړي چې هېواد کې پانګونه وکړي.

غلام یحی پښتون په دې اړه وايي: « موږ په خپلو ټولو تجارانو که دا په داخل کې دي که په خارج کې، غږ کوم چې اوس په هېواد کې پانګونې ته بهترین فرصت برابر شوی، حکومت د پانګوالو ملاتړ کوي او دوی دې هم راشي دلته دې پانګونه وکړي.»

بله خوا، د هلمند اوسېدونکي او سوداګر د بدیلو لار موندل د هېواد لپاره یو ښه زیری بولي، خو له پانګوالو غواړي چې د صنعتي کارخونو په جوړولو سره، د هېواد اړتیاوي پوره او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

سوداګر صالح محمد رودي وايي: « دلته هلمند کې د پنبې فابریکې شته، خو د نورو توکو نه شته. که زموږ پانګوال راشي او دلته پانګونه وکړي، دا به ډېر ښه شي. دېته د ولس او خلکو ډېر ضرورت دی.»

د هلمند اوسېدونکی الله داد وايي: « زموږ جنس پاکستان ته ځي او له هغه ځایه بېرته په موږ په دوه چنده پلورل کېږي. که موږ خپلې کارخونې ولرو، هم به مو خلک په کار کوي او هم به خپل  توکي ولرو.»

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو له تړل کېدو وروسته، داسې ګومان کېده چې ورسره به د افغانستان اقتصاد کمزوری شي؛ خو د درېیو میاشتو په تېرېدو سره نه یوازې د افغانستان اقتصاد کمزوری نه شو بلکې لا پیاوړ شوی.

اوسمهال افغان سوداګر له پاکستان پرته، نورو ټولو ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره توده سوداګري لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist