Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/26

د هرات حوزوي روغتون ډاکټران وايي، اوس مهال په دې روغتون کې د ماغزو  او اعصابو جراحۍ لپاره لازم امکانات په واک کې لري او هره میاشت لسګونه منظم جراحي عملیات ترسره کوي.

د ډاکټرانو په خبره، دوی هره میاشت له ۴۵ تر ۵۰ پورې د ماغزو او اعصابو جراحي عملیات ترسره کوي او په کې له ماغزو د تومورونو ایستل، د ملا د ډېسک او همدارنګه د ټرافیکي پېښو له امله رامنځته شویو مغزي او عصبي ستونزو درملنه شامل دي.

د هرات حوزوي روغتون د مغز او عصابو جراحۍ څانګې مسوول برکت الله محمدي وايي: « د خدای شکر دی بېړنۍ پېښې او عاجل عملیات له تېرو څو کالو راهیسې همدلته ترسره کېږي، یوازې یو شمېر اېنډېسکوپیک پېښې بهر ته استول کېږي، ځکه چې موږ یې دا مهال امکانات نه لرو. همدارنګه د درملیزې شعاع برخه کې هم دلته امکانات نه لرو.»

د عصبي جراحۍ ډاکټر عبدالغغور هومان وايي: « د مغز او اعصابو د جراحۍ په برخه کې دلته مختلف کېسونه مراجعه کوي. ډېر ناروغان چې دلته مراجعه کوي، د ټرما یا د ټرافیکي پېښو ټپیان دي چې په تېرو دوو کالو کې یې کچه لوړه شوې ده. همدارنګه د مغزي تومور او ملا ډېسک لپاره هم ناروغان مراجعه کوي.»

د هرات د حوزوي روغتون چارواکي دغه راز وايي، دا مهال نه یوازې د لوېدیځ زون ولایتونو  ناروغان  بلکې د هلمند، کندهار او یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي هم د درملنې لپاره هرات حوزوي روغتون ته مراجعه کوي.

د دوی په خبره، د ماغزو او اعصابو اړوند شاوخوا ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه او جراحي عملیات اوس په هرات حوزوي روغتون کې ترسره کېږي او یوازې ۱۰ سلنه ناروغان د درملنې لپاره بهرنیو هېوادونو ته استول کېږي.

ډاکټران وایي، که د درملیزې وړانګې( شعاع) او فکسېشن عملیاتو لپاره ورته امکانات برابر شي، پاتې ۱۰ سلنه ناروغان به هم په کور دننه تر درملنې لاندې ونیول شي.

د ماغزو او اعصابو جراحۍ متخصص عزیزالرحمن جامي وايي: « که څه هم موږ ته یو شمېر نوي وسایل راغلي، خو لاهم ځینو وسایلو ته اړتیا لرو. د مثال په توګه فلوروسکوپ نه لرو حال دا چې خورا شدیده اړتیا ورته لرو. دا وسیله د هغو کسانو د درملنې لپاره ډېره اړیکه ده چې د ملا فکسېشن ته اړتیا لري. دا عملیات هم په هرات کې کېږي، خو له حوزوي روغتون څخه بهر.»

په ورته مهال، د هرات اوسېدونکي بیا وایي، په دې وروستیو کې یې په هېواد دننه پر شته طبي امکاناتو او متخصصو ډاکترانو باور زیات شوی او خوښ دي چې اوس د بهرنیو هېوادونو  په ځای په خپل هېواد کې درملنه کوي.

د هرات اوسېدونکی سید جاوېد وايي: « روغتون کې ناروغانو ته رسیدګي د تېر په پرتله ښه شوې؛ هم ډاکټران هڅه کوي او هم امکانات ډېر شوي.»

ناروغ سیدامیر وايي: « دلته خدمات د تېر په پرتله ډېر ښه شوي، زه له ډاکټرانو او  مسوولینو مننه کوم.»

د خلکو په باور، په کور دننه د ماغزو او اعصابو جراحۍ عملیاتو کې پرمختګ نه یوازې د ناروغانو د درملنې بهیر اسانه کړی بلکې د لوړو لګښتونو او بهرنیو هېوادونو ته د سفر ستونزې یې هم راکمې کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist