Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/04/20

د عامي روغتیا وزارت له خوا نړیوالو سازمانونو، مرستندویه موسسو او ولايتي ریيسانو سره د همغږۍ او ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځنی ورکشاپ جوړ شو. د دې ورکشاپ موخه په ولایتونو کې د خلکو پر اړتياوو سربېره د روغتیايي ستونزو تشخيصول او ورته د حل لارو لټول دي.

روغتیايي چارواکي مني چې په يو شمېر ولايتونو کې روغتيايي ستونزې شته، خو د دوی په خبره د مخنيوي لپاره يې نړيوالې مرستې خورا مهې دي.

دوی دغه راز د هېواد په ټولو زونونو کې د سرطاني ناروغيو د درملنې لپاره د روغتونونو جوړولو په تړاو د هڅو له پيل خبر ورکوي او زياتوي، دا روغتونونه به په بشپړه توګه په عصري وسايلو سمبال وي.

د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي وايي: « تاسو باید د هرې موسسې او انجیو چې د هر ډول پروژې پلې کوونکې وي، پروپوزل، قرارداد او تفاهم لیک وغواړئ. باید تخنیکي چارې او د خدماتو وړاندې کول یې په ښه توګه و ارزوئ. که چېرې د دې موسسو فعالیت د ډاډ وړ نه و او منابع یې ضایع کولې، باید وزارت پرې خبر کړی او فعالیت یې ودروی.»

په ورته مهال، د ماشومانو ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق(يونیسف) وايي، په افغانستان کې د ماشومانو د فلج یا ګوزڼ ناروغي لا هم په بشپړه توګه نه ده محوه شوې.

استازی يې د روغتيا له سکټور سره د مرستو ډاډ ورکوي او زياتوي، د ګوزڼ له منځه وړلو په برخه کې به هم له عامې روغتيا وزارت سره ګډ کار ته دوام ورکړي.

افغانستان کې د یونیسف استازی تاج‌الدین اويوالي وايي: « متاسفانه باید ووایم چې افغانستان لا هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې ګوزڼ په کې شته دی. موږ او تاسو به په ګډه د دې ناروغۍ له منځه وړلو هڅې ګړندۍ ساتو. موږ ډاډ درکوو چې په روغتیايي برخه کې به موږ او نور مرستندوی بنسټونه خپلو مرستو ته دوام ورکړو.»

بله خوا د روغتیا نړیوال سازمان موندنې ښيي چې د جنوبي او جنوب لوېدیځو ولايتونو اړوند ځينو سيمو کې لا هم يو شمېر ماشومان له ګوزڼ ضد واکسين بې برخې پاتې دي او همدا د دې سبب شوی چې په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغي په دوامداره توګه پاتې شي.

افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی خوشحال زمان وايي: « باید ووایم چې د افغانستان په جنوب او جنوب لوېدیځو ولایتونو کې داسې سیمې شته چې په کې د پولیو واکسین ماشومانو ته په سمه توګه نه رسېږي او ماشومان له واکسين پاتې کېږي. دا ستونزه د دې لامل شوې چې په افغانستان کې پولیو په دوام داره توګه پاتې شي. د دې ناروغۍ له منځه وړلو لپاره ګډ او دوامدار کار ته اړتيا ده.»

د دې ورکشاپ په لومړۍ ورځ له خلکو وغوښتل شول چې په خپلو سيمو کې د ګوزڼ ضد واکسين له تطبيق کوونکو سره همکاري وکړي او ترڅنګ یې د عامې روغتيا ولايتي ریيسانو ته هم لارښوونه وشوه چې د ياد واکسين د تطبيق پروسه له نږدې وڅاري، ترڅو ماشومان ترې بې برخې پاتې نه شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت: تېر کال د هېواد له هوايي ډګرونو ۱۲ زره الوتنې شوې

د حج فریضې اداء کوونکو افغانانو لومړنۍ الوتنه له بلخ ترسره شوه

اپریل 20, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
له۱۰زرو کلونو وروسته د پخواني لوی لېوه نسل بیا را ژوندی شو

کابل کې د اهلي ژویو تود بازار؛ د ځینو بهرنیو سپیو بیه تر ۲ زره امریکايي ډالرو رسېږي

اپریل 20, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

د کرنې وزارت پلاوي روسیه کې د کرنیزو محصولاتو پر صادراتو او وارداتو خبرې کړې

اپریل 20, 2026
د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فډراسیون: د افغان کډوالو جبري اخراج افغانستان کې بشري وضعیت لا سخت کړی

افغان کډوال: پاکستان د افغانانو ستنېدنې بهیر له ګڼو خنډونو سره مخ کړی

اپریل 20, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist