د پاکستان پوځي رژیم د ملېشو له خوا د نورستان کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته پر غځېدلو لویو لارو د ډزو او د دې لارو بندېدو وروسته، داسې راپورونه خپاره شول چې دغو ولسوالیو کې درمل خلاص شوي او روغتیايي خدمات په ټپه ولاړ دي.
د نورستان محلي چارواکي دا راپورونه ردوي او وايي، هلته د چورلکو په وسیله درمل رسول شوي او هېڅ ستونزه نه شته.
د نورستان والي ویاند فریدون صمیم وايي: « تاسو به له ډاکټرانو هم اورېدلي وي چې موږ کامدېش او برګمټال ته په چورلکو کې درمل او طبي توکي رسولي او اوس مهال یادې ولسوالۍ پرېمانه درمل لري او روغتیايي خدمات په عادي ډول وړاندې کېږي.»
همدارنګه د کامدېش او برګمټال ولسوالیو روغتیايي مرکزونو مسوولین هم د درملو کمښت اوازې ردوي او وایي، هېڅ ډول ستونزه نه لري او درمل پر وخت ور رسېدلي دي.
د مسوولینو په وینا، هره ورځ شاوخوا ۱۲۰ تنو ناروغانو ته خدمات وړاندې کېږي او ټول لازم درمل ورته برابریږي.
د برګمټال ولسوالۍ روغتیایی مرکز مسول عرفان الله وايي: « موږ په دې روغتون کې په اوسط ډول له ۱۰۰ تر ۱۳۰ پورې مراجعان لرو. هغه درمل هم شته چې د وزارت له لایحې سره سم ناروغانو ته ورکول کېږي.»
ناروغ لرونکي هم له ۲۴ ساعته روغتیايي خدمتونو خوښي څرګندوي او وايي، د ډاکټرانو او درملو له پلوه ستونزه نه لري.
ناروغ لرونکی محفوظ الله وايي: « خدمات ښه دي او ډاکټران منظم کار کوي. هم نارینه او هم ښځینه ډاکټران شته او درمل هم ورکوي.»
د ولایتي ادارې مسوولین د خدماتو رسولو ډاډ ورکوي او زیاتوي، هڅه کېږي د ولس اړتیاوې له هرې ممکنه لارې پوره شي.