Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/15

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په پانګونې سره د چرګوړو د تولید یوه نوي فارم په فعالیت پیل وکړ.

د دې فارم مسوول وايي، دا فارم به په هرو شلو ورځو کې شاوخوا۳۰۰ زرو چرګوړو د تولید وړتیا ولري. د ده په خبره، اړتیا ده چې چارواکي د برېښنا او خامو موادو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.

د چرګوړو تولیدي کارخونې مسوول بسم الله وايي: « په دې کارخونه کې درې هیچرۍ[په ورځنۍ کچه د چرګوړو د تولید پروسه] دي او په هره هیچرۍ کې ۱۰۰ زره هګۍ راځي. هره هیچرۍ په ۲۰ ورځو کې ۱۰۰ زره چرګوړي تولیدوي چې د درې واړو تولید ۳۰۰ زرو ته رسېږي. مخکې به دا چرګوړي له پاکستان څخه راتلل، خو اوس پانګوال هڅه کوي چې همدلته په کور دننه یې تولید کړي. زه ډاډ ورکوم چې راتلونکي یوه کال کې به افغانستان د چرګوړو د تولید له پلوه ځان بسیا شي.»

له پاکستان سره د سوداګریزې راکړه ورکړې بندېدلو له امله پانګوال تشویق شول چې د چرګانو د فارمونو په برخه کې پانګونه وکړي، ترڅو په کور دننه د چرګانو غوښې او هګیو ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

له بلې خوا، پانګوال د چرګانو د فارمونو فعالیت لپاره برېښنا اړینه بولي او د دې نوي پرانستل شوي فارم مسوول هم په دې برخه کې د چارواکو جدي پاملرنه غواړي.

د بلخ ولایت محلي چارواکي بیا وايي، په روان کال کې صنعتي کارخونو ته ۵۰ مېګا واټه برېښنا رسول شوې او په راتلونکي کال کې به لا زیاته برېښنا ورته برابره شي.

د چرګوړو کارخونې مدیر نجیب الله وايي: « که څه هم اوس ستونزې کمې دي، خو بیا هم ټول فابریکه لرونکي د برېښنا څه نا څه ستونزې لري. که چېرې زموږ پر هیچرۍ برېښنا پرې شي، موږ ته به سلګونه زره افغانۍ زیان ورسيږي. نو اړتیا ده چې اسلامي امارت په دې اړه پاملرنه وکړي.»

د بلخ ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال نصیر احمد نیازی وايي: « د فابریکه لرونکو د برېښنا اړتیا پوره کولو لپاره ۵۰ مېګاواټه برېښنا منظوره او اړمنو فابریکه لرونکو ته ووېشل شوه. هغه فابریکه لرونکي چې تر اوسه د برېښنا ستونزه لري، په دویمه کټه ګورۍ کې به ورته برېښنا ورکړل شي.»

د افغانستان په داخل کې دا ډول پانګونې نه یوازې د خلکو د ورځینو اړتیاوو پوره کولو لپاره اسانتیاوې برابروي بلکې نوي کاري فرصتونه هم چمتو کوي.

د کارخونې کارګر سلیمان وايي: « ما له دې وړاندې پاکستان کې کار کاوه او هلته مهاجر وم. اوس شکر دی دلته ښه کار لرم او ښې ډېر کارخونې دي او له خپل کار راضي یم.»

د کارخونې کارګر سید عرفات وايي: « زه له دې پانګوال مننه کوم چې دا فابریکه یې جوړه کړه او موږ ته یې کار راکړ. زه له نورو پانګوالو هم غواړم چې خپل هېواد کې فابریکې جوړې کړي، ترڅو زموږ ځوانان په کې کار وکړي، ایران او نورو هېوادونو ته د ورتګ زړه ښه نه کړي.»

د بلخ ولایت کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین د ملاتړ خبره کوي او وايي، په دې ولایت کې اوسمهال د چرګوړو د تولید شپږ کارخونې فعالیت کوي چې هره میاشت سلګونه زره چرګوړي تولیدوي.  د دوی په خبره، نږدې وخت کې به بلخ د چرګوړو د تولید له پلوه په ځان بسیا شي.

د بلخ کرنې ریاست د مالدارۍ آمر غلام محمد محمدي وايي: « د بلخ ولایت د کرنې ریاست په پرله پسې هڅو به دغه اداره په نږدې راتلونکي کې د بلخ ولایت او ټول هېواد په کچه د یو ورځنیو چرګوړو د تولید له پلوه د ځان بسیاینې لیدونکي اوسو.»

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو را وروسته، کورني پانګوال هڅه کوي چې د چرګانو د تولید تشه په کور دننه ډکه کړي. د چرګانو او چرګوړو تولیدي فارمونو جوړېدل د خوراکي توکو د ځان ‌بسیاینې په لور یو مهم ګام بلل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist