Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات چارواکي: د افغانستان صادراتو کې ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی

هرات چارواکي: د افغانستان صادراتو کې ۳۵ سلنه زیاتوالی راغلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/05

په هرات کې ځايي چارواکي وايي، د روان لمریز کال په تېرو نهو میاشتو کې بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو کچه ۱۶۹میلیونه ۳۳۵ زره ډالرو ته رسیږي چې دا په سلو کې ۳۵  سلنه زیاتوالی ښیي.

په دې ولایت کې د سوداګرۍ او پانګونې چارواکي وايي، د مجموعي صادراتو له ډلې یې د ۱۶ میلیونه ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت، یوازې تازه مېوې صادرې کړې دي.

د هرات سوداګرۍ او پانکونې خونې اجراییه آمر محمد یوسف امین وايي: « سږ کال له هرات ولایت څخه شوي صادرات شاوخوا ۱۶۹ زره ټنه وو چې پولي ارزښت یې ۱۶۹ میلیونه ۳۳۵ زره امریکايي ډالر کېږي. دغه صادرات ګاونډیو هېوادونو، آسیايي، اروپايي او امریکايي هېوادونو ته شوي. یوازې د ۱۶ میلیونه او ۳۰۰ زرو ډالرو په ارزښت تازه مېوه صادره شوې.»

په ورته وخت کې ځايي سوداګر بیا وايي، په ګمرکونو کې د اسانتیاو رامنځته کول او له بهرنیو هېوادونو سره د اسلامي امارت د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا په صادراتو کې د دې زیاتوالي اصلي لاملونه دي.

دوی ټینګار کوي چې په دې برخه کې دې نورې هلې ځلې هم وشي.

د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضي زاده وايي: « په ګمرکونو کې زموږ ستونزې هوارې شوې دي او هغه اسانتیاوې چې محلي ادارو او حکومت صنعتګارانو ته برابرې کړې دي، له صنعتګرو څخه د ملاتړ څرګندونه کوي او ښيي چې تجارت مخ پر ودې روان دی.»

سوداګر نوید احمد وفا وايي: « موږ اوس داسې ځای ته رسېدلي یو چې د افغانستان تولید کړي توکي نورو هېوادونو ته صادرېږي. دا څرګندوي چې زموږ تولید کړي توکي له ښه کیفیت برخمن دي او ښه بازار لري.»

تر ډېره دا باور موجود دی چې بهرنیو هېوادونو ته د صادراتو په زیاتوالي سره ملي عواید زیاتېږي چې ورسره خلکو ته د روزګار زمینې هم برابرېږي او په ټوله کې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره امکانات برابروي.

د اقتصادي چارو کارپوه بهاالدین رحیمي وايي: « هرڅومره چې صادرات ډېر وي، د کار موندلو زمینې هم ډېرېږي او دېته لاره هوارېږي چې له بهر څخه پيسې هېواد ته راشي. موږ مصرفي مواد له بهر څخه راوړل او په بدل کې یې ډالر زموږ له هېواد څخه وتل، خو کله چې موږ صادروونکي اوسو، پانګه هم له بهر څخه افغانستان ته راځي.»

بهرنیو هېوادونو ته په صادراتو کې له دې زیاتولي سربېره، په هرات ولایت کې ځايي چارواکي له سوداګرو څخه د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکوي او هڅه کوي چې دوی ته د لازمو اسانتیاو په برابرولو سره د صادراتو کچه نوره هم لوړه کړي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د هرات محلي اداره هڅه کوي چې د تازه مېوو د صادراتو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو په برابرولو سره، دغه ارقام نور هم لوړ کړي.»

د هرات د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، له دې ولایت څخه بهرنیو هېوادونو ته په صادردونکو توکو کې وچه او تازه مېوه، لاسي صنایع،غالۍ، کرنیز محصولات او کاني توکي شامل دي. د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا صادرات څه باندې شلو اسیايي، اروپايي او امریکايي هېوادونو ته صادریږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist