Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له زړو بانک نوټونو د خلکو شکایت: پر کاروبار مو منفي اغېز لري

له زړو بانک نوټونو د خلکو شکایت: پر کاروبار مو منفي اغېز لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/17

د کابل يو شمېر اوسېدونکي د پيسو په جريان کې د زړو بانک‌ نوټونو د زياتوالي له امله شکايت کوي.

دوی وايي، يادو بانک‌نوټونو يې د ژوند او کار چارې له ځنډ او خنډ سره مخ کړې دي او له حکومت په دې برخه کې د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د کابل یو تن اوسېدونکی وايي: « د افغانیو بانک نوټونو کاغذ ضعیف دی او ژر خرابېږی. همدارنګه خلک هم احتیاط نه کوي، ځکه اوسمهال ډېرې پیسې خرابې دي.»

د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: « له فزیکي پلوه د افغانیو وضعیت ډېر خراب دی، زړې شوې دي. زه له خلکو غوښتنه کوم چې پيسې سمې وساتي.»

د کابل اوسېدونکی وايي: « تاسو وینئ چې حکومت زړې پیسې سوځوي، د پیسو په زړښت کې خلک ملامت دي، ځکه د پیسو سمه ساتنه نه کوي.»

صرافان هم له وخت وړاندې د بانک‌نوټونو زړښت مني او وايي، فزيکي پيسو ډېره ګټنه او په ساتلو کې يې د خلکو بې احتياطي د دې لامل شوي چې زاړه بانک‌نوټونه ډېر شي.

دوی د نويو بانک‌نوټونو د چاپ او بازار ته يې د وړاندې کولو غوښتنې ترڅنګ، له حکومت غواړي چې د بانک‌نوټونو په ساتلو کې خپل مسوولايت اداء کړي.

د کابل ښار یو تن صراف وايي: « زموږ پيسې په ۱۴۰۱ کال کې چاپ شوې دي، نو ښکاره خبره ده چې اوس به زړېږي. زه له دولت غوښتنه کوم چې نوې پیسې چاپ کړي.»

د ښار یو بل صراف وايي: « زه له خلکو غوښتنه کوم چې دا پیسې سمې وساتي او له زړېدو یې مخنیوی وکړي.»

په ورته وخت کې د افغانستان بانک وايي روان کال يې له ټولو زونونو څخه ۳ میليارد افغانۍ زاړه بانک نوټونه راټول او سوځولي دي.

مسوولان يې په ساتنه کې د خلکو رول حياتي بولي او ترې غواړي چې له فزيکي پيسو د ګټنې ترڅنګ دې د اليکټرونيکي پيسو کارول هم پيل کړي.

د افغانستان بانک وياند حسیب‌الله نوري وايي: « یوازې په روان ۱۴۰۴ لمریز کال کې د افغانستان بانک د هېواد له مختلفو زونونو څخه د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت مندرس بانک نوټونه راټول کړي او له منځه یې وړي دي. موږ له درنو هېوادوالو غواړو چې د نغدو پیسو کارونې د کمولو لپاره برېښنايي بانکوالۍ ته مخه کړي. افغانستان بانک د اف پې په نوم کار بازار ته وړاندې کړی او په ټولو پولي معاملاتو کې د چلښت وړ دی.»             

له وړاندې هم خلکو په بازارونو کې د زړو بانک‌نوټونو د زياتوالي امله شکايتونه کړې، خو د افغانستان بانک تل له خلکو غوښتي چې له وخت وړاندې د بانک‌نوټونو د زړښت مخنيوي لپاره دې يې سمه ساتنه وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist