Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزیر د هند په رسمي بلنه ډهلي ته رسېدلی

عامې روغتیا وزیر د هند په رسمي بلنه ډهلي ته رسېدلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/17

د عامی روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ د هندوستان پلازمېنې نوي دهلي ته رسېدلی.

د عامی روغتیا وزارت د رسنیو مسوولین وايي، مولوي نور جلال جلالي د هند په رسمي بلنه نوي دهلي ته رسېدلی او ټاکل شوې د دې هېواد له روغتیایي چارواکو سربېره د نورو بېلابېلو ادارو له مشرانو سره هم ليدنې ولري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د دې سفر اساسي موخه له هند سره د روغتیا، افغانستان ته د درملو د واردولو او د درملنې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پیاوړې کول بولي.

ډاکټر شرافت زمان زیاتوي: «د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلی مولوي نورجلال جلالي د هند هېواد په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ دې هیواد ته په رسمي سفر لاړ. دا سفر چې د دواړو هېوادونو د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او ګډو هڅو د تنظیم په موخه ترسره کېږي، څو ورځې به ادامه ولري. د سفر پر مهال به ښاغلی وزیر د هند له بېلا بېلو مسوولینو او په ځانګړې توګه د روغتیا له چارواکو سره جلا کتنې ولري او په ځینې تنظیم شویو پروګرامونو کې به ګډون وکړي.»

د روغتیا وزارت د ویاند په خبره، د عامې روغتیا وزیر به د افغان روغتیایي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې زمینې برابرولو، افغانستان ته د طبي تجهیزاتو او معیاري درملو واردولو او هغو ناروغانو لپاره هند ته د تګ زمینې برابرولو په اړه له هندي چارواکو سره خبرې ولري چې دلته افغانستان کې یې درملنه نه شي کېدای.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist