Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
درمل وارېدونکو اتحادیه له حکومت د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي

درمل وارېدونکو اتحادیه له حکومت د اسانتیاوو برابرولو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/16

له پاکستان سره د سوداګرۍ محدودولو په اړه د حکومت لارښوونې په چوکاټ کې کرار کرار د افغانستان په بازارونو کې د نورو هېوادونو د توکو ونډه په زياتېدو ده.

په همدې تړاو د درملو توریدي شرکتونو اتحادیه د درمل تولیدولو د یوه هندي شرکت د فعالیت پیلولو په مراسمو کې خپلې غوښتنې وړاندې کوي.  

د دې اتحاديې مسوولان وايي، په پاکستان کې يې د درملو شاوخوا ۱۵۰۰ کانټينر ایسار دي او اړ دي چې د دې هېواد په ځای له نورو هېوادونو د درملو واردات پيل کړي.

دوی له حکومت غوښتنه کوي چې له نورو هېوادونو د درملو واردولو په برخه کې ورته اسانتياوې برابرې کړي.

د درمل واردوونکو شرکتونو اتحادیې مرستیال محمد یعقوب منګل وايي: « علت دا دی چې نظام هم موږ ته سهولتونه نه دي برابر کړي، پر موږ نه هېرېدونکې ناخوالې تېرې شوې دي. پاکستان فرضي کرښه تړلې او هلته زموږ تر ۱۷۰۰ کانټینر درمل پاتې دي. پر دغو کانټینرو هره روځ تر ۵۰۰ ډالرو مصرف راځي.»

همدارنګه دا اتحاديه مني چې اوس‌مهال په بازارونو کې د درملو بيې لوړې شوې، خو د احتکار ردولو ترڅنګ يې لامل د لارو بندښت او د پاکستاني درملو د وارداتو بندېدل يادوي.

محمد یعقوب منګل په دې اړه وايي: « دلته تجاران شته دي، موږ په مجموع کې شاوخوا ۴۰۰ درمل وارېدونکي شرکتونه لرو. اکثریت شرکتونه د درملو کیفیت او قېمت ته ژمن دي، خو بیا هم موږ غوښتنه کوو چې د ښه کیفیت درمل وارد کړي، ترڅو د ګاونډيانو له ظلم خلاص شوو.»

د درمل وارېدونکو اتحاديه په افغانستان کې د پاکستان برعکس د نورو هېوادونو اړوند د درملو توليدوونکو کمپنيو د استازولیو پرانیستل مهم بولي او زیاتوي، دغه کار د باکیفیته وارداتو او د درملو د بیو په کمښت کې رول لري.

د درمل واردوونکو شرکتونو اتحادیې د رهبرۍ غړی اسدالله ایماق وايي: « هېواد کې د درملو بازار د وضعیت په اړه معلومات لرو. بېوزله او نادار خلک نه شي کولی خپلې ستونزې رفع کړي؛ د دوی تکیه زموږ پر همدې درملیزه کورنۍ ده او غوښتنه کوي چې ښه او مناسب قېمت لرونکي درمل وارد کړو.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان او پاکستان د سواګرۍ ګډې خونې له مسوولانو سره له پرله پسې اړيکو سربېره هم، خپل نظر له موږ سره شریک نه کړ.

له دې وړاندې حکومت ډاډ ورکړی چې له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختيا لپاره هڅه کوي او سوداګرو ته به اړينې اسانتیاوې برابرې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist