Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د نفتي توکو سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې

بلخ کې د نفتي توکو سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/15

مزار شریف ته له حیرتان ښارګوټي را انتقالېدونکي نفتي توکو لپاره د یوه ځانګړي سوداګریز مارکېټ جوړېدو چارې پیل شوې.

چارواکي وايي، د نفتي توکو پخوانی بازار اوس له حیرتان بندر څخه مزارشریف ښار ته را لېږدول شوی او لپاره یې د یوه ځانګړي مارکېټ جوړولو ته ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر ځانګړي شوي چې کارونه به یې د خصوصي سکټور له خوا پر مخ یوړل شي.

د شمال زون نفتي توکو اتحادیې مسوولین، د دې ګام موخه د نفتي توکو زېرمه کول، د پېر او پلور لپاره معیاري اسانتیاوې برابرول او سوداګرو ته د سهولتونو رامنځته کول بولي.

د شمال زون نفتي توکو اتحادیې مسوول، مومن ضیايي وايي: « دلته ۴۶۶ تنه سوداګرۍ ونډه او حضور لري او د دې مارکېټ پر جوړولو ۱۵ میلیون ډالره پانګونه کوي. دا چې حیرتان بندر ته هره ورځ د سوداګرو تګ راتګ ستونزمن و؛ ځکه چې ۸۰ کیلومټره لاره ده؛ نو غوره ورګڼل شوه چې دا مارکېټ جوړ شي. دلته به هره ورځ په ۱۱ بجو د نفتي توکو ورځني نرخونه ټاکل کېږي.»

په ورته مهال، د نفتي توکو سوداګر له حیرتان بندر څخه مزار شریف ښار ته د نفتي موادو بازار له انتقال هرکلی کوي او له اقتصادي پلوه یې ګټور بولي.

د دوی په خبره، تر دې وروسته به یې لګښتونه راکم، د توکو وېش به چټک او د خلکو لپاره به د نفتي موادو ترلاسه کول اسانه شي.

د نفتي توکو سوداګر حیات‌الله امیري وايي: « کله چې دا بازار په حیرتان بندر کې و، سوداګرو رسیدګي نه شو کولی؛ اوس ډېر خوښ یو چې د دې لپاره دلته مزار کې مارکېټ جوړېږي. دا ډېر ښه اقدام دی او د ټولو په ګټه دی.»

سوداګر اسدالله اسدي وايي: « دغه ګام د تېلو د کیفیت لوړېدو، د نرخونو له لوړېدو او احتکار څخه د مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبولی شي. دغه بازار وړاندې له دې په حیرتان بندر کې و، خو لارې لرې والي له امله دا پرېکړه وشوه چې دلته مزار شریف کې جوړ شي.»

بل پلو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د دې مارکېټ انتقال  به نه یوازې د نفتي توکو بازارته ثبات ورکړي بلکې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره به هم اسانتیاوې رامنځته کړي.

د دوی په خبره، اسلامي امارت هڅه کوي بهر کې مېشت افغان سوداګر وهڅوي چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، سید کریم هاشمي وايي: « اسلامي امارت تاجرانو ته ډېر امکانات برابر کړي او درناوی یې کوي. دغه امکانات او شرایط له لومړي معاون څخه نیولې تر ولایتونو او بنادرو پورې هرځای برابر شوي دي.»

د بلخ ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست هارون رشید وايي: « د دې مارکېټ یا مرکز جوړېدو به ډېر سهولتونه رامنځته کړي. په تجارتي معاملاتو کې له شفافیت نیولې د نرخونو او کیفیت تر کنټرول پورې به هرڅه په کې ترسره کېږي. دغه ځای به ملت او حکومت ته د ځواب ورکولو یوه منبع هم وي.»

د نفتي توکو د پېر او پلور دا مارکېټ د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر چتر لاندې د شمال زون د نفتي موادو اتحادیې اړوند، یو مهم واحد بلل کېږي. په دې مارکېټ کې به د نفتي توکو لپاره ځانګړې او واحدې بیې ټاکل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist