Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مشابه وارداتو په هرات کې د پلاسټیکي بوجیو او تارو تولید ټکنی کړی

مشابه وارداتو په هرات کې د پلاسټیکي بوجیو او تارو تولید ټکنی کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/09

هرات کې دا مهال د تارو او بوجیو د تولید ۸ کارخونې فعالیت لري. یوه له دغو کارخونو د څه باندي ۲۰ میلیون ډالرو پانګونې سره په ورځني ډول ۲۵ تر۳۰ ټنه بوجۍ تولید او داخلي بازار ته وړاندي کوي، خو له بهره د ورته توکو وارداتو یې بازار ټکنی کړی.

صنعتکار محمد نعیم چمتو وايي: « موږ اوس مهال افغانستان کې د ډول ډول پلاسټیکي بوجیو د تولید له پلوه د ځان بسیاینې پر خوا روان یو. له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې د مشابه توکو له وارداتو مخه ونیسي یا پرې تعرفې لوړې کړي، ترڅو موږ وکولی شو د تولید په زیاتولو سره لا ډېر خلکو ته د کار زمینه برابره کړو.»                 

یاده کارخونه کې څه باندي ۳۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې. دلته په کار بوخت کسان هېواد کې د کورنيو تولیداتو ودې او بېروزګارۍ ختمولو لپاره د پانګونې پر پراختیا ټینګار کوي.

د بوجیو تولیدي شرکت یو تن مسوول عبدالحق زماني وايي: « له ۳۰۰ تر ۳۵۰ تنو کاري پرسونل په لرلو سره، له ۲۵ تر ۳۰ ټنو ورځنی تولید لرو.»

کارګر نذیر احمد وايي: « د خدای شکر دی چې په خپل هېواد کې د کار زمینه راته برابره ده. اوس اړتیا نه شته چې کار پسې بل هېواد ته لاړ شو، اوس شکر دی امنیت هم شته. زه له نورو شتمنو کسانو هم غوښتنه کوم چې راشي او خپل هېواد کې پانګونه وکړي.»

د کارخونې یوبل کارګر فریدون وايي: « له ټولو تجارانو غواړم چې هېواد ته راشي، دغسې شرکتونه جوړ کړي، ترڅو مسلمانانو ته په کې د کار فرصت برابر شي.»

بله خوا، د هرات ځایي مسوولان وایي، د بوجیو او تارو د تولید په برخه کې د څه باندي ۶۵ میلیون ډالرو په ارزښت جوړې شوې ۸ کارخونې په ورځني ډول سل ټنه بوجۍ تولیدوي چې کولی شي د بازار اړتیا پوره کړي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د افغانستان اسلامي امارت او د هرات ولایت د محلي ادارې له خوا په هرات کې د صنعت د ودې لپاره شویو هلو ځلو په پایله کې، ګڼ پرمختګونه لرو او د پلاسټیکي بوجیو د تولید په ګډون په ټولو برخو کې ښه فعالیتونه شوي. په دې برخه کې اوسمهال ۶۵ میلیون ډالره پانګونه شوې او نږدې راتلونکي کې به دا کچه ۱۰۰ میلیون ډالرو ته لوړه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې د هرات یو شمېر سمه ‌ییز مسوولان په نږدې راتلونکي کې د بوجیو تولید لپاره د شاوخوا ۱۰۰ میلیون ډالرو پانګونې خبر ورکوي او وايي، له دې سره به یاده برخه کې په بشپړ ډول د بازارونو اړتیا پوره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist