Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له هرات څخه روسیې ته د ګاز لېږدوونکو ټانکرونو صادرات پیل شول

له هرات څخه روسیې ته د ګاز لېږدوونکو ټانکرونو صادرات پیل شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/04

په دې وروستیو کالو کې د افغان صنعتکارانو ملاتړ ته جدي پاملرنې د افغانستان صادراتو ګراف ورځ تر بلې لوړکړی او په بېلابېلو برخو کې اوس د سیمې او نړۍ هېوادونو ته صادرات پیل شوي.
تازه له هرات ولایت څخه روسیې ته د ګاز لېږدوونکو ټانکرونو صادرات پيل شول. د ټانکرونو د دې صنعتي شرکت د مسوولینو په خبره، ګاز لېږدوونکو ټانکرونو صادراتو په برخه کې یې د څلور میلیون ډالرو په ارزښت  د روسې او مرکزي آسیا بېلابېلو هېوادونو سره قراردادونه لاسلیک کړي.
دوی زیاتوي، په لومړي پړاو کې د ۲۰۰زره ډالرو په ارزښت پنځه ټانکرونه روسیې ته صادر شول.

د اهن برش شرکت اجراییه مدیر سعید عزیزي وايي: « د دې محمولې لومړنی مقصد روسیه ده. دا د هغه قرارداد یوه برخه ده چې ارزښت یې یو میلیون ډالرو ته رسېږي. د دې صادرېدونکو ټانکرونو مجموعي ارزښت شاوخوا ۲۰۰ زره ډالر دی.»

صنعتکاران هم هرات کې د ټانکرونو جوړولو صنعت په برخه کې پرمختګ  د هېواد ځان بسیاینې لپاره هیله بښونکی بولي او زیاتوي چې په میاشتني ډول هرات کې څه باندې شل د ګازو ټانکرونه تولید او بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « د خونې د رییس په توګه ډېر خوښ یم چې په دې برخه کې مو هم صادرات پيل کړل. د دې شرکت صادرات څو هېوادونو ته کېږي او زما د معلوماتو له مخې، ارزښت یې له ۴ میلیون ډالرو تېر شوی دی.»

صنعتکار توریالی غوثي وايي: « موږ تر تېر یوه کال پورې د ټانکرو واردات لرل، خو د اسلامي امارت له راتګ او د دوی له ملاتړ سره اوس په دې برخه کې ښه پرمختګونه او صادرات لرو.»

بله خوا د هرات ځایي چارواکي وایي، په دې ولایت کې د پانګونې زمینې برابرېدو له امله یاد ولایت په یو صنعتي ولایت بدلیدونکی دی او له پانګوالو غواړي چې له رامنځته شویو فرصتونو په ګټه اخیستنې سره، خلکو ته کاري زمینه برابره کړي.

هرات والي نور احمد اسلام جار وايي: « حکومت په ټولو برخو کې د افغانستان او په ځانګړې توګه هرات ولایت د لا ډېر پرمختګ لپاره چمتو دی. له بهر څخه د اخیستل شویو شمېرو له مخې، هرات ولایت په ډېره چټکۍ سره صنعتي کېدو خواته روان دی.»

د هرات صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت وايي: « اوس په افغانستان کې د صنعت او پانګونې لپاره له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره ده. دویمه خبره داده چې د افغانستان ټول تولیدوونکي باید د کمیت په ځای کیفیت ته پاملرنه وکړي.»

د هرات صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو د معلوماتو له مخې، د مهال هرات کې درې شرکتونه د ګازو او تېلو لېږدونکي ټانکرونه جوړوي او د دوی تولید شوي ټانکرونه ترکمنستان، ازبېکستان، قزاقستان او روسیې ته صادرېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist