Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د افغان او ایراني سوداګرو ناسته: د همکاریو پر زیاتولو هوکړې شوې

هرات کې د افغان او ایراني سوداګرو ناسته: د همکاریو پر زیاتولو هوکړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/01

هرات کې د ایران خراسان رضوي ولایت او هرات سوداګرو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ برخو کې د همکاریو زیاتوالي په موخه ګډه ناسته جوړه شوه.

د دې ناستې پرمهال په هرات کې د معیاري کرنې برخه کې د ایراني پانګونې، دې هېواد ته د غوښې صادراتو او دلته په هرات کې د لبلبو او پنبې پر کښت هوکړې وشوې.

د هرات کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې رییس بشیر احمد بهادري وايي: « موږ باید د کرنې په برخه کې همکاري ولرو. همدارنګه موږ د غوښې د صادراتو په اړه هم له هغوی سره هوکړه وکړه او که خدای کول ډېر ژر به سره غوښه له هرات څخه ایران ته صادره کړو. د کرنې په برخه کې د څارویو د مسلکي روزنې په برخه کې هوکړې وشوې.»

ایراني سوداګر کوروش شجاعي وايي: « کومې هوکړې چې وشوې، په څو حوزو کې وې. د مثال په توګه د مشارکتي کرنې په برخه کې هوکړه وشو او ټاکل شوې چې د لبلبو، پنبې، جوارو او نورو بوټو د کرنې په برخه کې همکاري ولرو.»

په ورته مهال د مالدارۍ برخه کې هم د ستونزو حل په موخه دواړو خواوو له ایران څخه د غواګانو بشپړ خوراکي توکو وارداتو، مالدارۍ  برخه کې له ایران څخه د تخصصي پوهې لېږدولو، هرات کې د مالدارۍ صنعتي کولو او مالدارۍ او کرنې برخه کې د تحقیقاتي فارمونو جوړولو باندې هم ټینګار وشو.

د هرات کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو خونې د اقتصادي ډېپلوماسۍ مسوول اسدالله حبیبي وايي: « د کرنې او مالدارۍ په برخه کې موږ ډېر امکانات لرو. کولی شو په دې برخه کې ځینې درمل هم تولید کړو، کرنه مکانیزه کړو، ټکنالوژي را انتقال کړو او د کرنې او مالدارۍ څېړنیز فارمونه جوړ کړو. په دې اړه مفصلې خبرې وشوې.»

هرات کې د غواګانو لرونکو فارمونو ټولنې رییس غلام محمد امیري وايي: « په دې اړه هوکړه وشوه چې د مالدارۍ په برخه کې زموږ پر شته ستونزو چې تر ډېره د تغذیې په برخه کې دي، کار وشي. د ډېرو شیدو لرونکې غواګانې ښې او بشپړې تغذیې ته اړتیا لري.»

بله خوا، د هرات ځایي چارواکي د یادو هوکړو ترسره کېدل هېواد کې د خلکو لپاره د کارموندنې او همداراز کرنې او مالدارۍ برخو کې د ایراني متخصصینو له خوا ترسره کېدونکو څېړنو او تخصصي پوهې څخه ګټه اخیستلو لپاره ګټورې بولي.

د هرات کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر بشیر احمد احمدي وايي: « یو ډېر ښه ګام پورته شو او زه په نېک فال ورته ګورم. دغه ګام به دغو کسانو لپاره ډېر کاري فرصتونه برابر کړي چې له ایران څخه تازه راستانه شوي. همدارنګه موږ کولی شو په دې برخه کې د ایرانیانو له تجربو ګټه واخلو.»

د یادونې ده چې هرات ته د ایران خراسان رضوي ولایت د والي په مشرۍ یو پلاوی هم تېره اوونۍ راغلی و او دلته يې له بېلا بېلو چارواکو او مسوولینو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي.

د پلاوی له راتګ وروسته ناسته داسې مهال ترسره کېږي چې همدا تېره اونۍ  ترکیه کې د تهران او کابل د سوداګرۍ برخې وزیرانو هم پر دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو خبرې وکړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist