Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تورخم لاره د ټرانزیټ پرمخ پرانیستل شوه

د افغانستان د نوې پرېکړې اغېز: پاکستان هره ورځ نږدې دوه میلیون ډالره زیان ویني

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/25

د پاکستان ډان ورځپاڼې تازه راپور ورکړی چې دا هېواد له افغانستان سره د لارو بندښت له امله په ورځنۍ توګه له ۲ ميليون ډالرو زیات زيان ویني.

په راپور کې د سوداګرۍ محدودولو په اړه د افغانستان پرېکړه هم پر پاکستان له اغېزو خالي نه ده ګڼل شوې او زياته شوې چې دې پرېکړې پرپاکستان د بې ‌باورۍ له ایجادولو سربېره، دې هېواد ته زيات زيان هم رسولی دی.

د ډان په راپور کې راغلي، د سوداګريزو لارو له بندښت راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ صادراتو او وارداتو ته د ۴.۵ میليارد ډالرو په ارزښت زيان اوښتی. راپور کې زیاته شوې، په دې زیان کې د پاکستان له لوري د ۲سوه ميليون ډالرو په ارزښت د افغانستان بازار بايلل هم شامل دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور یوه برخه کې راغلي: « د تورخم لارې تړل کېدو او د افغانستان حکومت وروستۍ پرېکړه هره ورځ پاکستان ته نږدې ۲ میلیون ډالر زیان رسوي. له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګرۍ ته څه باندې ۴.۵ میلیارد ډالر زیان رسېدلی. واک ته د اسلامي امارت له بیا ځل رسېدو وروسته، پاکستان په افغان بازار کې شاوخوا ۶۵ سلنه ونډه له لاسه ورکړه او دا تشه اوس ایران، ترکیې، مرکزي اسیا او هند ډکه کړې.»

شنونکي د پاکستان زيانونو ته په پام وایي، دې هېواد له لسیزو راهيسې نړیوالو بازارنو ته د افغاني توکو په رسولو کې د همکارۍ ژمنې کړې وې. خو هېڅکله یې عملي نه کړې.

د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « پاکستان له ۱۹۵۳ کال وروسته ۱۰۴ ځله خپل بندرونه تړلي او له امله یې ۱ میلیارد او ۴۰۰ میلیونه زیان اړولی. دېته په کتو د افغانستان وروستۍ پرېکړه تر یوې اندازې سمه ده، خو د بهرني او تجارتي سیاست له پلوه، موږ د حذف کېدو حق نه لرو بلکې د حذف کولو حق لرو. پاکستان زموږ ګاونډۍ جغرافیه ده او موږ کولی شو له دې جغرافیې خپلې ګټې ولرو.»  

یو شمېر نور شنونکي که څه هم دا مني چې د ټرانزیټي لارو بندېدل به افغان سوداګر هم زیانمن کړي، خو په خبره یې، دا زیان لنډمهالی دی. دوی وایي، افغانستان اوس د خپلې سوداګرۍ لپاره بدیلې لارې پیدا کړې دي او نور پر ځانګړو لارو او هېوادونو له تکیې د خلاصون په حال کې دی.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « افغانستان اړتیا لرله چې باید له بدیلو لارو کار واخلي او اوس یې دا بدیلې لارې پيدا کړې دي. پاکستان تل له لارو څخه د سیاسي فشار د یوې آلې په توګه کار اخیست او هر ځل یې د  لارو خلاصولو په بدل کې خپلې غوښتنې پر افغان حکومتونو منلې.»

د چارو شنونکی نجیب‌الرحمان شمال وايي: « دا سمه ده چې ښايي زموږ سوداګر به هم زیانمن شي، خو دا به لنډ مهاله وي او اصلي ضربه به پاکستان ته ورسېږي؛ ځکه چې پاکستان له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی.»

حکومت په خپله وروستۍ پرېکړه کې سوداګرو او پانګوالو ته پر پاکستان د سوداګریزې تکیې کمولو او پر ځای یې د بدیلو لارو موندلو سپارښتنه وکړه.

دې هر څه ته په ځواب کې تازه نړیوال بانک ویلي، په داسې حال کې چې له پاکستان سره د افغانستان سوداګري تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې مګربیا هم په تېره اکټوبر میاشت کې د افغانستان صادرات ۱۳ سلنه زیات شوي.

د راپور له مخې، په ياده موده کې هند د افغاني توکو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد و چې د افغانستان ۵۰ سلنه صادرات هم همدې هېواد ته شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist