Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ حوزوي روغتون کې د بېړنیو مراقبتونو څانګه پرانیستل شوه

بلخ حوزوي روغتون کې د بېړنیو مراقبتونو څانګه پرانیستل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/10

د بلخ حوزوي روغتون کې د بېړنیو ناروغانو د درملنې څانګه د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ او د ملګرو ملتونو په مالي لګښت ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

مسوولین وایي، دا څانګه پرعصري او طبي وسایلو سربېره د ۱۵ تنو ناروغانو لپاره د بستر ظرفیت هم لري.

د بلخ عامې روغتیا ریاست ویاند کمال خان ځدراڼ وايي: « نن ورځ د آی سي یو یا بېړنۍ درملنې څانګه پرانستل شوه. پر دې څانګه شاوخوا ۱.۶ میلیون ډالره لګښت راغلی چې د عامې روغتیا وزارت او ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې(یو‌اېن‌ډي‌پي) له خوا ورکړل شوی. دا څانګه ۱۵ خونې لري او په پرمختللیو طبي وسایلو سمبال ده.»

د بلخ حوزوي روغتون ای سي یو څانګې آمر احمد سمیر نیازی وايي: « له نېکه مرغه د بېړنیو خدمتونو څانګې په پرانیستلو سره به ناروغانو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. دغه څانګه په عصري وسایلو سمبال ده او د هغو ناروغانو درملنه به په کې کېږي چې پخوا یې دلته امکانات نه وو.»

په ورته مهال، ناروغ لرونکي بیا د دې څانګې پرانستنه مهمه بولي او وايي، پخوا په دې برخه کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ وو.
څانګه کې د یوه بستر ناروغ پایواز وايي:« دا یو ډېر ښه او نېګ ګام دی او له ناروغانو سره به ډېره مرسته وکړي. دا ځای ډېر پراخ دی او ورسره به ناروغان له ډېرو ستونزو وژغورل شي. موږ د دې څانګې له خدماتو راضي یو.»

د یوه بل ناروغ پایواز وايي: « هر ناروغ او د هغه پایواز ته دا مهمه ده چې جدي مراقبت یې وشي. دا هغه څانګه ده چې د ناروغانو ښه مراقبت به کوي. د دوی خدمات ډېر مؤثر دي.»

په ورته مهال، مسوولین ډاډ ورکوي چې روغتیايي برخه کې د لا ډېرو اسانتیاوو برابرولو هڅه کوي.
د بلخ عامې روغتیا ریاست مرستیال سید احمد شاداب وايي: « موږ کوښښ کوو چې د ولس لپاره په هره برخه کې، که دا روغتیايي وي که نورې، اسانتیاوې برابرې کړو.»

د بلخ مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس وايي: « په دې څانګه کې به د ناروغانو هر ډول اړتیاوې پوره شي. د اسلامي امارت ټولې ادارې یې ملاتړ کوي.»

د یادونې وړ ده چې د بلخ حوزوي روغتون د شمال زون په کچه د ۸۵۰ بسترونو په لرلو سره خلکو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist