Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: هرات کې په ۲۶ زره جرېبه ځمکې بل لوی صنعتي پارک جوړېږي

چارواکي: هرات کې په ۲۶ زره جرېبه ځمکې بل لوی صنعتي پارک جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/11/09

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، صنعتکارانو ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره به ډېر ژر د دې ولايت په صنعتي ښارګوټي کې د ځمکو وېش لړۍ پیل شي.

چارواکي ټینګار کوي چې د صنعتي ښارګوټي د پراختیا او کورنیو تولیداتو د ودې هڅې روانې دي او له صنعتکارانو غواړي چې د تولیداتو کیفیت نور هم لوړ کړي.

هرات والي نوراحمد اسلام‌ جار وايي: « ځمکه، اوبه، برېښنا، ګاز او امنیت هغه عناصر دي چې د صنعت لپاره خورا ډېر ارزښت لري. موږ هڅه کوو چې د یوه کال په اوږدو کې دا هرڅه تضمین او ارزانه کړو.»  

صنعتکاران د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د ځمکې کموالی د پانګونې پر وړاندې یوه اساسي ستونزه بولي او له حکومت غواړي چې د ځمکو پر وېش او د برېښنا پر برابرولو سربېره دې هېواد ته د مشابه توکو د واردولو مخه هم ونيسي.

د هرات صنایعو او کانونو خونې رییس عبدالناصر امین وايي: « موږ د صنعتي ښارګوټي لپاره پرېمانه دښتې لرو، ځمکې باید هرڅومره ژر چې کېږي صنعتکارانو ته ووېشل شي. که موږ په لږې ځمکې څلور یا پنځه پوړه ودانۍ جوړوو او بیا په دې ودانیو کې صنعتي فعالیت کوو، دا زموږ مصارف او د انرژۍ لګښت ډېروي.»

صنعتکار عبدالله دایان وايي: « د ځای په لحاظ ستونزې لرو، له چارواکو غوښتنه کوم چې ماته لږ ځمکه راکړي، ترڅو د خامو موادو او ګودام لپاره په کې ځایونه جوړ کړم.»

بله خوا شنونکي وایي، صنعتکارانو ته د پانګونې زمینې پراخول کولی شي په نږدې راتلونکي کې افغانستان ځان بسیاينې ته نږدې کړي.

د پوهنتون استاد غلام فاروق ندیم وايي: « د هېوادونو او ښارونو اقتصادي پراختیا طبعا ً د صنایعو په پراختیا پورې اړه لري. کله چې خام مواد په صنعتي موادو بدل شي، دا د یوه هېواد لپاره لویه شتمني ده او ګڼو کسانو ته په کې د کار کولو زمینه هم برابرېږي.»

د هرات ځايي چارواکو په خبره، په پام کې ده چې هرات کې پر۴۶ زره جریبه ځمکې يو بل لوی صنعتي ښارګوټی هم جوړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist