Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل ؛ نږدې ۱۱ میلیونه ماشومان به واکسین شي

د پولیو نړیواله ورځ؛ یونېسف د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/25

د اکتوبر ۲۴ مه؛ د پولیو (ګوزڼ) نړیواله ورځ ده.

د دې ورځې په مناسبت له ګوزڼ پاک افغانستان بنسټ له یادې ناروغۍ د ژغورنې په موخه له پنځوکلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین پر تطبیقولو ټینګار کړی.

دغه بنسټ زیاته کړې:« هر ماشوم حق لري چې روغ لوی شي او د پولیو ناروغۍ ښکار نه شي.  راځئ! خپلې ژمنې تازه کړو او د خپلو ماشومانو لپاره له پولیو پاک راتلونکی تضمین کړو.»

بل خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (يونېسف) هم د دې ناروغۍ مخنيوي لپاره پر ګډو هڅو ټېنکار کړی او په دغه برخه کې يې د مالي ملاتړ کوونکو او واکسیناتورانو هڅې ستايلې دي.

يونېسف زیاته کړې:« د پوليو نړیوالې ورځې په مناست راځئ چې د پولیو پر وړاندې یوځای ودریږو او ډاډ ترلاسه کړو چې هر ماشوم واکسین ترلاسه کړي. موږ د ټولو بسپنه ورکوونکو او په افغانستان کې د زړورو واکسیناتورانو له هڅو مننه کوو.»

روغتیا پالان وایې، پولیو یوه وېروسي او جنټیکي ساري ناروغي ده، چې د مخنیوي وړ ده.

د دوی په باور په افغانستان کې  دعامه پوهاوي د نه شتون له امله خلک د پولیو پر واکسین بې باوره شوې دي.

رورغتیاپال عبدالرازق احمدزی وايي:« په لرې پرتو سیمو کې قوي کمپاینونه او خلکو ته عامه پوهای ترسره شي. بل دا ده چې ښځينه کارکوونکې په دې برخه کې وګومارل شي، ترڅو په لرې پرتو سیمو کې کورنیو ته دوی دا پوهاوی ورکړي چې هغوی په دې برخه کې سم مالومات ترلاسه کړي. په هېواد کې د غلطو عقیدو شتون دی.»

 د اکتوبر ۲۴مه د پولیو نړیواله ورځ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د عامه پوهاوي، او د پولیو سره د مبارزې په موخه نمانځل کېږي.

 روان ۲۰۲۵ کال عامې روغتيا وزارت په رسمي ډول پر پوليو اخته ماشومانو د شمېر په اړه څه نه دې ويلي.

 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist