Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
میرویس روغتون: د پښتورګو په ناروغۍ اخته ناروغان ډېر شوي

میرویس روغتون: د پښتورګو په ناروغۍ اخته ناروغان ډېر شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/21

د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته هره ورځ سلګونه ناروغان د پښتورګو درملنې لپاره مراجعه کوي.

روغتیایي مسوولین وايي، یوازې په تېرو دریو میاشتو کې له کندهار ښار او جنوبي ولایتونو له ۳۵۰۰ زیات ناروغانو دیالیز خدمات ترلاسه کړي دي.

د دوی په خبره، اړتیا ته په کتو هڅه کوي دا خدمات نور هم زیات کړي.

میرویس حوزوي روغتون کې د پښتورګو ډاکټر محمد ناصر فېروز وايي: « که په عمومي توګه ووایم، دلته له ۵ تر ۷ زرو ناروغان راځي، خو په ځانګړې توګه هغه ناروغان چې د هیموډیالیز پروسه ورته اجراء کېږي، نو د دوی شمېر له ۳ زره ۵۰۰ تر ۳ زره ۶۰۰ نارغان راځي او دا خدمات ورته اجراء کېږي. اوس د پخوا په پرتله په دغو خدماتو کې زیاتوالی راغلی.»

ډاکټران باور لري چې د لوړ فشار او پښتورګي ناروغیو ته نه پاملرنه ښايي د ناروغ روغتیایي وضعیت ډېر خراب کړي.

دوی ټینګار کوي چې روغتون ته په وخت مراجعه او له دیالیز خدمتونو ګټه اخیستل کولی شي له جدي ستونزو مخنیوی وکړي او د ناروغانو ژوند وژغوري.

د پښتورګو ناروغیو متخصص رُومل یوسفزی وايي: « موږ هره ورځ داسې ناروغان لرو چې د وینې فشار یې لوړ دی او معلومات نه لري، یعنې دوی د ځان معاینه نه کوي. دوی باید په کال کې دوه ځله معاینه وکړي. کله چې دلته د سر دردۍ له امله ناروغان راځي او موږ یې د وینې فشار چک کوو، لیدل کېږي چې د لوړ فشار له امله یې پښتورګي خراب شوي. زه هېوادوالو ته سپارښتنه کوم چې له انرژي څښاکو، ترشي او اچارو له خوړولو ډډه وکړي او په کافي اندازه مایعات واخلي.»

تر دې وړاندې د امکاناتو کمښت او د ناروغانو شمېر زیاتوالي د درملنې بهیر ټکنی کړی و، خو اوس د نویو ماشینونو په برابرېدو او د بسترونو په زیاتېدو سره د ناروغانو درملنه چټکه او اسانه شوې ده.

یوشمېر ناروغان چې د دیالیز خدمات یې ترلاسه کړي وایي، د خصوصي روغتونونو د لوړ لګښت توان نه لري او له همدې خدماتو خوښ دي.

دوی غوښتنه کوي چې دا خدمات باید دوام ومومي او لا پراخ شي.

د پښتورګو ناروغ شفېع‌الله وايي: « زه ډېر سخت په تکلیف وم، خو دا معلومات راته نه کېده چې زه د پښتورګو په ناروغۍ اخته یم. کله چې روغتون ته راغلم او معاینات مې وکړل، راته ویې ویل چې زما د پښتورګو ناروغي ده او تر ۷۰ فیصده له کاره غورځېدلي دي. اوس شکر دی ډېر ښه شوی یم.»

د یوه بستر ناروغ خپلوان محمد حنیف وايي: « موږ د شخصي روغتونونو د لوړو لګښتونو وس نه لرو؛ اوس دلته راغلی یم ناروغ مې راوستی. شکر دی دلته مې د ناروغ ښه پالنه کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو میاشتو کې د کندهار اوسېدونکي د دې روغتون په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، خو مسوولین د ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist