Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د ماشومانو۴۰۰ بستریز خیریه روغتون چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې

هرات کې د ماشومانو۴۰۰ بستریز خیریه روغتون چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/10/09

هرات کې د ماشومانو درملنې لپاره د ۴۰۰ بستریز فوق تخصصي خیریه روغتون د جوړولو چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي.

مسوولان وایي، یاد روغتون به د ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پر ۲۰ زره متره مربع ځمکې له نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شي او په کې به په وړیا ډول د ماشومانو درملنه کېږي.

د روغتون جوړولو پروژې انجنیر شعیب عطایي وايي: « دا روغتون په ۱۰ پوړونو کې جوړېږي چې مخنۍ ودانۍ به یې ۲ او شاتنۍ به ۸۰ پوړونه ولري. په دې روغتون کې هره ورځ شاوخوا ۱۰۰ تنه کارګران په دوو ټایمونو کې کار کوي. تر اوسه د دې پروژې ۳۰ سلنه کارونه پرمخ تللي دي.»

له بلې خوا، د هرات اوسېدونکي هم د یاد روغتون جوړولو هرکلی کوي او وایي، وروستیو کالو کې د هرات نفوس له زیاتېدو سره اړتیا ده چې په دې ولایت کې د حوزوي روغتون ترڅنګ، نور روغتونونه هم جوړ شي.

د هرات اوسېدونکی عبدالرازق وايي: « د کډوالو په راتګ سره د هرات نفوس زیات شوی او اړتیا ده چې د حوزوي روغتون ترڅنګ، نور روغتونونه هم جوړ شي. دا چې د ماشومانو لپاره ځانګړی روغتون جوړېږي، دا ډېر ښه ګام دی او کولی شي د لوېدیځ زون اړتیاوې پوره کړي.»

د هرات بل اوسېدونکی روح الله وايي: « نه یوازې هرات بلکې ټول افغانستان کې نفوس زیات شوی او له بلې خوا مهاجرین هم راځي، نو اړتیا ده چې نور معیاري روغتونونه هم جوړ شي؛ ترڅو ټولو هېوادوالو ته روغتیايي خدمات ورسېږي.»

په ورته مهال، د هرات ځایي مسوولان هم ډاډ ورکوي چې اسلامي امارت په هېواد کې د پراختیایي او ټول ګټو پروژو پلي کولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې روغتیایي او نورو خدمتونو ته د خلګو لاسرسی لا اسانه کړي.

د هرات والي ویاند محمد یوسف سعیدي وايي: « د افغانستان اسلامي امارت او د هرات ولایت محلي اداره د زېربنايي او انکشافي پروژو جوړولو په برخه کې هڅې کوي. د هرات ولایت د ماشومانو ۴۰۰ بستریز روغتون  جوړول یوه له هغو سترو پروژو څخه ده چې کارونه يې چټک روان دي.»

د یادونې وړ ده چې یاد روغتون په لس پوړونو کې د یوه سوداګر په شخصي لګښت جوړیږي او تر راتلونکو دوو کلونو به یې چارې بشپړې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

مسوولین: کامدېش او برګمټال کې د درملو کمښت ستونزه نه شته

اپریل 20, 2026
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی
روغتیا

جلالي: د زونونو په کچه د سرطاني ناروغیو ځانګړي روغتونونه جوړېږي

اپریل 20, 2026
په ختیځ زون کې ۱.۳ میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کېږي
روغتیا

ختیځ کې د ګوزڼ واکسین بې ځایه شویو ته له ځانګړې پاملرنې سره مل، پیل شو

اپریل 13, 2026
جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist